افغانستان
دفاع وزارت: د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ کې نوي ځواکونه ځای پر ځای شول
د افغانستان دفاع وزارت یوه ورځ وروسته له هغې چې د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پرېوته، په دې ولسوالۍ کې د نویو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې عملیات پیل شوي دي.
ښاغلی امان زیاتوي: "نوي ځواکونه د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې ځای شوي. په دغه ولسوالۍ کې د ترهګرو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل شوي. که خدای کول دغه ولسوالۍ به ډېر ژر بېرته له طالبانو تصفیه شي."
یوه چارواکي ویلي چې هڅه کوي چې دغه ولسوالۍ د اختر په مناسبت تر اعلان شوي اوربند مخکې بېرته له طالبانو ونیسي.
دغه چارواکي د خپل نوم نهښودلو په شرط ویلي چې دا کار ځکه کوي چې طالبان ښایي د اختر له ورځو په استفادې په دې ولسوالۍ کې خپلې مورچلې ټینګې کړي چې ورسره بهیې د بېرته نیولو لپاره عملیات پېچلي او د تلفاتو له زیاتوالي سره مل وي.
تر دې مخکې د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق تأیید کړې وه چې پر نرخ ولسوالۍ د طالبانو د ډلهییزو بریدونو په نتیجه کې امنیتي ځواکونو له دې ولسوالۍ تاکتیکي شا تګ کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي چې وسلهوالو یې په دغه ولسوالۍ کې ټولې دولتي ادارې پرون سې شنبه ونیولې. هغه افغان امنیتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې چې افغان چارواکو رد کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جاپان له افغانستان سره نژدې ۲۰ میلیون ډالره نوره بشري مرسته تصویب کړه
د جاپان حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د بشري مرستو په برخه کې ۱۹.۵ میلیونه امریکايي ډالر نور هم تصویب کړي دي.
په کابل کې د جاپان سفارت په ایکسپاڼه (پخواني ټوېټر) کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا پیسې به د بشري مرستو او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي او د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو بنسټونو او جاپاني نادولتي سازمانونو له لارې به افغانستان ته ورسول شي.
د یاد بیان له مخې، د جاپان له دې تازه مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، یعنې له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان د ټولې مرستې تر ۵۴۹ میلیون ډالرو واوړي.
افغانستان سږ کال په ځانګړي ډول د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله له لا سخت وضعیت سره مخامخ دی.
نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې
یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې و، نن د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.
د زلزله پېژندنې ویبپاڼې، والکانو دیسکوري د دې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شمال ختیځ په ۲۴ کیلومترۍ کې بللی او ویلي چې دا زلزله د افغانستان تر غرمې مخکې په یوولس بجې او څلور دقیقې وشوه.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۷ ریښتره بللی او د هغې مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې اعلان کړی دی.
تېره میاشت د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه بلخ، سمنګان، کندوز او بغلان کې یوې سختې زلزلې ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ نور ټپیان کړل.
افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره فشارونه زیات شوي
د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام( یو این ډي پي) وایي، په ګڼ شمیر کډوال له ګاونډيو هیوادونو افغانستان ته ستنیدلي دي چې پر ټولو خدماتي برخو یې فشارونه زیات کړې دي.
د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په اتلسمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته تر دوه میلیونه او درې لکو ډیر افغانان ستانه شوې دي.
په دې بیان کې وړاندې راغلې دي، چې د دې کډوالو لویه برخه د روغتیایي خدماتو، انرژۍ او کار موندنې په برخو کې ستونزې لري، همداراز د استوګنې په برخه کې هم افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره مشکلات پراخ شوې دي.
هند له افغانستان سره د درملو د نوې مرستې ژمنه وکړه
هند ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د سرطان ضد درملو، واکسینونو او یوشمیر روغتیایي وسایلو مرسته وکړي.
د هند روغتیا وزیر جیګت پراکاش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د درملو یو لوی بار له یوسل او اته ویشت سټي سکن ماشینونو سره افغانستان ته د لیږلو په حال کې دی.
ښاغلي پراکاش پرون په نوي ډیلي کې د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ د لیندۍ په پنځه ویشتمه د هند په بلنه دغه هیواد ته تللی دی، وکتل او له افغانستان سره یې د روغتیا په برخه کې د هند د اوږدمهاله مرستو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
په اسلو کې د افغانستان سفارت د پاسپورټ توزیع پيل کړه
په ناروې کې د افغانستان سفارت چې سږکال پسرلی یې واک د طالبانو استازي ته وسپارل شو، د ناورې، ډنمارک او ایسلنډ میشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو توزیع پیل کړه.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د وري په میاشت کې موافقه وکړه چې د طالبانو دیپلومات نجیب اله شاهین د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وپیژني.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته چې جمهوري نظام نسکوره شو، په اسلو کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ ودریده.
په اروپا کې د ناروې په شمول، په جرمني، هالنډ، اسپانیا، بلغاریا او یوشمیر نورو دیپلوماتیکو استازولیو کې د طالبانو ملاتړیو ته اجازه ورکړل شوې ده چې افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، خو تر اوسه له روسیې پرته د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی.
د افغانستان په نهو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل او بامیان کې به ورښتونه وشي. په ځینو کې له لسو تر شل سانتي مترو پورې د واورې او په ځینو کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د باران اټکل شوی دی.
د وړاندوینو له مخې د شنبې او یکشنبې په ورځو تقریبا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته چې په مرکزي، شمالي او غربي سیمو کې تر ډیره د واورو او په جنوب لویدیځ او ختیځ ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته.
جرمني غواړي د کال تر پایه ۵۳۵ افغانان خپل هیواد ته ولیږدوي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه افغانان چې موافقه ورسره شوې ده چې جرمني ته راشي هغوی به په راتلونکو دوو اونیو کې ولیږدول شي.
الکساندر دوبرینت نن د ( ار-این-ډي) په نوم د رسنیو یوه ګروپ ته په برلین کې ته وویل چې د دې افغانانو شمیر شاوخوا پنځه سوه پنځه دیرشو ته رسیږي چې اوس په پاکستان کې دي.
ښاغلي دوبرینت زیاته کړه چې د دې کسانو د انتقالیدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي او ښایي د ځینو کسانو کارونه د روان میلادي کال تر اخره خلاص نه شي، نو که داسې شول د هغوی غم به نوی کال وخوري.
د سې شنبې په ورځ هم په چارتر الوتنو کې یوسل او شپیته افغانان جرمني ته انتقال شول.
په پاکستان کې شاوخوا شپږ نیم سوه نور داسې افغانان دي چې جرمني پخوا ویلي و چې دا کسان به هم جرمني ته بیایي، خو په وروستیو کې برلین وویل چې دغه کسان جرمني ته نه شي لیږدولی.
د افغانستان او قرغیزستان خصوصي سکټور د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تړونونو کې د ترانزیت پراختیا، د ګډو پانګونو جذب، د نندارتونونو جوړول او سوداګریزې ناستې شاملې دي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړونونه پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۶مه) په کابل کې د افغانستان- قرغیزستان د سوداګریز تواصل په کانفرانس کې لاسلیک شول.
دا کانفرانس د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر بکیت صدیکوف په مشرۍ جوړ شوی و.
د افغانستان کورنیو رسنیو ویلي چې پرون په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه هم پرانستل شوه.
که څه هم له روسیې پرته بل ېوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د قرغیزستان په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونه له طالبانو سره تعامل او سوداګریز اړیکي پالي.
د کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې له دوو ماتو وروسته نیپال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د شپږ وکټو په توپیر د نیپال لوبډلې ماتې ورکړه.
د لوبې پچه نیپال ګټلي وه او په پنځوس اورونو کې يې ۱۲۴ منډې هدف افغان لوبډلې ته ورکړی و.
افغان لوبډلې په شپږویشتو اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او د شپږ وکټو په توپیر يې لوبه وګټله.
افغانستان له دې وړاندې له سریلانکا بنګلادیش څخه ماتې خوړلې وه.
کابل کې د قرغیزستان سوداګریزه خونه پرانستل شوې ده
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي نن چهارشنبې د (ډیسمبر۱۷مه) د قرغیزستان د اقتصاد وزیر بکیت صدیکوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پراختیا، د نندارتونو په جوړیدو او د سوادګریزو ناستو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، افغانستان ته د قرغیزي چارواکو د سفر په ترڅ کې په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه پرانستل شوې ده.
که څه هم قرغیزستان د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی نه دی خو د افغانستان او قرغیزستان سوداګریزې اړیکې د نورو کالونو پرتله ښې دي.