د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

محمد اشرف غني: طالبان دې یوې لويه جرګه کې خبرو ته حاضر شي


د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ کې د جوماتونو د اوونۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه
د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ کې د جوماتونو د اوونۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو له‌خوا د اختر په ورځو کې له اوربند څخه د هرکلي ترڅنګ له دغې ډلې وغوښتل چې یوې لويه جرګه کې خبرو ته حاضر شي، تر څو په وینا یې یوه حل لاره پيدا شي.

جمهور رئیس چې نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۱» په ارګ کې د جوماتونو د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، په هېواد کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، طالبان نه‌شي کولای په دا شان بریدونو سره خپلې ارادې په خلکو ومني.

ښاغلي غني د همدې اوونۍ له پیل سره په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ۴۳ جوماتونو پرانیسته هم وکړه.

ښاغلی غني زیاتوي: "له اوربنده هرکلی کوو او موږ همېشه او دوامداره اوربند اعلان کړی، ولې له خپل ولسه ډارېږئ؟ ولې خپلو خلکو ته هدایت ورکوئ چې له خپلو وطنوالو سره يوځای نه‌شي؟ له څه ډارېږئ؟ له جومات ډارېږئ چې له خلکو سره لمونځ وکړئ؟ له وطندارانو سره مو له خبرو ډارېږئ؟"

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جوماتونو اوونۍ غونډې ته د وینا پر مهال
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جوماتونو اوونۍ غونډې ته د وینا پر مهال

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ، خو له خپلو جنګیالیو يې غوښتي چې د مقابل لوري سیمو ته تګ راتګ ونه‌کړي.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په دې مراسمو کې وویل، د کابل په لوېدیځه سیمه کې چاودنه د ښوونځي لپاره پلان شوې وه.

هغه وویل، د دې پېښې عاملین به نیول کېږي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

ښاغلی صالح زیاتوي: "په تېرو ۵ میاشتو کې په کابل کې ۸۰۰ پلان شوي بمونه شنډ شوي دي او عاملین‌یې په بېلابېلو برخو کې د محاکمې په حال کې دي."

د جمهور رئیس لومړي مرستیال دغه‌شان په خپلو خبرو کې په پاکستان انتقاد وکړ او ویې‌ويل چې د کاتولیکانو رهبر په کابل کې وروستی برید وغانده، خو د پاکستان له یو جوماته هم د غندنې غږ پورته نه‌شو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او لومړی مرستیال امرالله صالح

روانه اوونۍ د کابل په لوېديځ کې د سيدالشهدا پر ښؤونځي موټر بم برید ۸۵ کسه ووژل او له ۱۰۰ زیات‌یې ټپیان کړل، د پېښې مسؤليت تر اوسه پورې کومې ډلې نه‌دی منلی او طالبانو هم په‌کې خپل لاس لرل رد کړي او دا پېښه‌یې غندلې ده.

XS
SM
MD
LG