د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د بهرني ځواکونو وتل؛ ارګ: په بهرني سیاست کې د اړیکو یو نوی باب پرانيستل شوی


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، افغانستان ته د پاکستان او بریتانیا د جګ پوړو پوځي چارواکو د سفر هدف، په دې هېواد کې د سولې د پروسې لپاره د اسانتیا برابرول دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د بریتانیا د پوځ لوی درستیز سرنیکولاس پاتریک کارټر پرون دوشنبه (د غويي ۲۰مه) په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

د ولسمشر مرستیال ویاند محمد امیري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو یو نوی باب پرانیستی او افغانستان او پاکستان له دې پرته بله چاره نه لري چې د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب د اصل پربنیاد یو د بل په خوا کې ژوند وکړي.

جنرال قمر جاوېد باجوه او د بریتانیا د پوځ لوی درستیز ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.
جنرال قمر جاوېد باجوه او د بریتانیا د پوځ لوی درستیز ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

ښاغلي امیري په دې اړه چې د ولسمشر غني او باجوه ترمنځ غونډه کې پر کومو مهمو مسایلو خبرې وشوې؟

نوموړي وویل: "د افغانستان او پاکستان د اړیکو، پر طالبانو د پاکستان د اغېز او د سولې په پروسه او افغانستان کې د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې د پاکستان د رول په څېر موضوعاتو باندې بحث وشو او نظرونه تبادله شول."

افغان ولسمشر اشرف غني له دې مخکې ویلي و اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، پاکستان باید خپله لاره غوره کړي، ایا دا هېواد د اسیا په زړه کې امن غواړي او که د ګډونکي رول ته دوام ورکوي؟

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه ولسمشر غني ته وویل، هېواد یې تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هغې پروسې ملاتړ کړی چې د ټولو ښکېلو لورو ګټې په کې خوندي وي.

باجوه زیاته کړې ده چې یو سوله ییز افغانستان د ټولې سیمې په تېره بیا د پاکستان لپاره د سولې په مانا دی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې پاکستان چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د شخړې په هواري کې مهم لوبغاړی بلل کېږي، دې وروستیو کې یې طالبان هڅولي چې اوربند ته غاړه کېږدي. دا خبره طالبانو او ډیپلوتانو د نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته کړې ده.

دغو سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان دغه رازهڅه کوي چې طالبان له ټاکلي نېټې په ځنډ له افغانستانه د امریکایي او نورو ځواکونو له وتلو سره موافقه وکړي او په ترکیه کې د سولې په کېدونکې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د دوحې د تړون له مخې ټول امریکایي ځواکونو باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان له مخې له دې هېواده د ځواکونو د وتلو بهیر به د روان کال د سېپټمبر تر یوولسمې پورې بشپړ شي.

طالبانو په ځنډ د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ناوړه پایلو مسوولیت به یې د مسولینو پر غاړه وي.

طالبانو چې په دې وروستیو کې یې تاوتریخوالي ته زور ورکړی، د یکشنبې په ورځ د کوچني اختر په مناسب د درې ورځو لپاره اوربند اعلان کړ.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د دې اعلان هرکلی وکړ او پرون یې ځواکونو ته امر وکړ چې د دغه اوربند درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG