د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

امریکا: افغانستان کې خپلې موخې ته رسیدلي یو، د سرتیرو د ستنېدو وخت رارسیدلی


ارشیف، بغلان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، بغلان کې امریکايي سرتیري

د امریکا جمهور رییس جوبایډن وایي، د تېرو شلو کلونو په لړ کې یې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ کم کړی.

ښاغلی بایډن چې د جمهور رئیس په توګه له ټاکل کېدو وروسته یې په لومړي ځل د امریکا کانګرس ته وینا کوله وویل، افغانستان کې د دوی جګړه د ملت جوړونې هڅه نه، بلکې د هغو ترهګرو له‌منځه وړل وو چې پر امریکا یې برید کړی و.

هغه د افغانستان د جګړې پای ته ځان ژمن وباله او زیاته یې کړه، اوس له ۲۰ کلونو قربانیو وروسته، د دې وخت را رسېدلای چې امریکایي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن زیاته کړه: "د افغانستان جګړه هېڅ کله هم د نسلونو ملت جوړونې کوښښ نه وو، موږ افغانستان ته ځکه تللي وو، څو هغه ترهګر له‌منځه یوسو چې د سېپټمبر پر ۱۱مه یې پر موږ برید کړی و. موږ اسامه بن لادن د خپلو کړنو په سزا ورساوه او په افغانستان کې مو د القاعده د ترهګرۍ ګواښ کم کړ. د امریکا د زوړورتیا قربانیو شل کاله وروسته، اوس د دې وخت را رسېدلی چې زموږ عسکر کور ته راستانه شي."

جمهور رئیس بایډن وویل، دوی به د خپل هېواد پر وړاندې د راتلونکو ګواښونو د له‌منځه وړو لپاره وار له مخه چمتووالی او ظرفیت ولري.

بایډن د افغانستان له لوري امریکا ته د متوجې ګواښونو ترڅنګ له سوریې، یمن، سومالیا، افریقا او منځني ختیځ نه د داعش او القاعده ډلو د ګواښونو په اړه وویل چې امریکا باید په هرحال کې محتاطه واوسي.

جمهور رئیس بایډن داسې مهال افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ کم ګڼي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وویل، په دې هېواد کې لا هم شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې د افغانستان امنیت ګواښي.

د افغانستان حکومت له دې هېواده د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، د بېرته ستنېدنې پړاو کې به بشپړه همکاري هم وکړي.

افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي دې هېواد کې لا هم شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي
افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج وايي دې هېواد کې لا هم شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي

امریکا هم ویلي، افغانستان سره به یې په امنیتي او اقتصادي برخه همکارۍ او مرستې په یوه نوي چوکاټ کې پر خپل ځای پاتې وي.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوېډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره پر ټیلیفون خبرې کړي.

پنټاګون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دې خبرو کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو پر وتلو او په دې هېواد کې د سولې پر روان بهیر بحث شوی.

سرچینه زیاتوي، اسټن له باجوه غوښتي چې د سیمې د ثبات او امن لپاره دې خپلې همکارۍ ګړندۍ کړي.

تمه ده د راتلونکې اوونۍ په پیل کې له افغانستانه د امریکایي او بهرنیو عسکرو وتل پیل شي چې د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې به دا بهیر بشپړ شي، هغه نېټه چې پر امریکا د القاعده ډلې د بریدونو له شلمې کلیزې سره برابره ده.

XS
SM
MD
LG