د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

بایډن: افغانستان کې هدف ترلاسه شوی، اوسامه ووژل شو او القاعده کمزورې شوه


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې هدف ترلاسه شوی، ځکه یې له دې هېواده د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه.

بایډن تېره شپه د امریکا د کانګرس دواړو جرګو ته په وینا کې وویل چې د القاعده مشر اوسامه بن لادن په خپلې سزا ورسېد او د القاعه ګواښ له افغانستانه کمزوری شوی دی.

بایډن زیاته کړه: "موږ بن لادن ته سزا ورکړه. موږ په افغانستان کې د القاعده ګواښ کمزوری کړ. له شلو کلونو میړانې او قربانۍ وروسته اوس یې وخت دی چې دغه ځواکونه بېرته وطن ته ستانه کړو."

بایډن د اپریل په ۱۴مه اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه وباسي.

له افغانستانه د دوه نیم زره امریکایي سرتیرو د ایستلو بهیر بل سبا د مې له لومړۍ نېټې رسماً پیلیږي.

XS
SM
MD
LG