د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د طالبانو د اوربند اعلان ته د افغان حکومت غبرګون: یوازې اختر کې اوربند کافي نه‌دی


ارشیف، د ۲۰۱۸ کال په کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند
ارشیف، د ۲۰۱۸ کال په کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند

افغان حکومت د طالبانو له‌خوا په اختر کې د اعلان شوي اوربند په غبرګون کې وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی چې د اختر په شپو او ورځو کې اوربند مراعت کړي، خو زیاتوي یوازې په اختر کې اوربند کافي نه‌دی.

جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰» په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانانو ټینګار پر واقعي او تل‌پاتې اوربند دی.

ارګ دغې خبرپاڼه کې د جمهور رئیس غني له قوله لیکلي "تاوتریخوالی، د ملکیانو وژل، د زېربناوو او عامه ځایونو ویجاړول، نه‌یوازې په اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه‌لري."

جمهوري ریاست زیاتوي، د روژې په میاشت کې وروستي بریدونه ښيي چې سیاسي او استخباراتي اهدافو ته د رسېدو لپاره د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتول، د افغانانو د لا کرکې لامل ګرځي او طالبان هم باید زده کړي چې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د بریا محاسبه یوازې تېروتنه ده.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې تل‌پاتې اوربند وکړي او یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره د خبرو مېز ته وګرځي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی چې د اختر په شپو او ورځو کې اوربند مراعت کړي، خو د سرغړونې پر مهال د خلکو د ساتنې لپاره د دفاع لارښوونه هم ورته شوې.

په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا د افغانستان د شخړې بنسټیز حل، د سولې خبرو چټکتیا، تل‌پاتې اوربند او د تل لپاره د جګړې درېدل بللي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې د دې شورا د مشر عبدالله عبدالله له قوله لیکلي، "لنډمهالی اوربند د ډېر کم وخت لپاره د خلکو د ارامۍ لامل کېږي، خو د هېواد د ستونزو د حل لپاره اساسي حل‌لار نه‌ده."

د دې شورا ویاند فریدون خوځون وايي: "زموږ په باور له اوسني ناورین څخه د وتلو یوازنۍ لار د مذاکراتو چټکول، دایمي اوربند او د تل لپاره د جګړې درول دي. په تېر کې هم د افغانستان اسلامي جمهوریت په اختر او نورو مناسبتي ورځو کې یو اړخیز اوربند اعلان کړی دی چې د خلکو لنډمهالی ارامي رامنځته کوي، خو د ستونزو د حل لپاره اساسي حل‌لار نه‌ده."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د افغانستان شخړه نه‌یوازې دا چې پوځي حل نه‌لري، بلکې تېرو تجربو ښودلې چې د تاوتریخوالي زیاتېدو، بحران زیات کړی دی.

د اختر په درې ورځو کې د طالبانو د اوربند له اعلان وروسته، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه هم افغانستان ته راغلی دی.

په جمهوري ریاست کې یوه سرچینه کابل ته د ښاغلي باجوه سفر تأییدوي، خو په دې اړه ډېر جزئیات نه‌ورکوي.

له دې وړاندې د جمهور رئیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي و، ډېر ژر به د افغانستان د سولې په اړه د خبرو لپاره د پاکستان يو لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي.

د پاکستاني پوځ لوی درستیز داسې مهال کابل ته راځي چې جمهور رئیس غني په وروستیو کې پر دې هېواد غږ کړی چې له افغانستان سره له دوستۍ او دښمنۍ یو وټاکي او په خپل هېواد کې د طالبانو پټن‌ځایونه له‌منځه یوسي.

ويل شوي چې د بریتانيا د پوځ مشر هم کابل ته رارسېدلی، خو دا خبر رسمي نه‌دی تأيید شوی.

د افغانستان د سولې او اوربند په اړه خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې عام افغانان که له یوې خوا د یوه ساعت لپاره هم د جګړې له درېدو هرکلی کوي، ولې د تل لپاره د ارام ژوند غوښتنه کوي.

حلیمه او احمد سهیب ازادي راډیو ته وویل: "باید دا وربند وغځول شي، درې ورځې بسنه نه‌کوي. د اوربند په اړه باید ټول لوري موافقه وکړي."

"هر هغه قدم چې د افغانانو د وینې تویېدنې مانع کېږي، که یوه ورځ وي، یو ساعت یا هم زیات، موږ یې هرکلی کوو."

دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې د روژې په روانه میاشت کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه وه.

په دې میاشت کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو سربېره، ملکیانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله واوښته چې د نړیوالو پراخ غبرګون‌یې هم له ځان سره درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG