د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د بشر حقونو کمېسیون: روژې میاشت کې ۲۱۸ افغان ملکیان وژل شوي او ۵۰۲ نور ټپيان دي


روانه میاشت لوګر کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم حمله کې وژل شوي کسان
روانه میاشت لوګر کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم حمله کې وژل شوي کسان

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي.

دغه کمېسیون وایي، په روژې میاشت کې تاوتریخوالی او ملکي تلفات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې په دغه میاشت کې ۲۱۸ تنه وژل شوي او ۵۰۲ تنه ټپیان شوي شوي دي.

ښاغلی مشکور وايي، په دې شمېر کې د برچي د وروستیو حملو قربانیان نه‌دي شامل، د نوموړي په خبره یوازې د تېرې شنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ د سیدالشهدا ښوونځي مخ ته پرله‌پسې درې چاودنو د ۵۰ تنو ژوند اخیستی او ۱۵۱ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی مشکور زیاتوي: "له بده مرغه د روژې مبارکې میاشتې له پیله تر اوسه په ۱۳۰ پېښو کې ۵۱۹ ملکي وګړي قربانیان دي چې له دې ۱۶۸ تنه وژل شوي او ۳۵۱ تنه ژوبل دي، همدارنګه د د دشت برچي د دردوونکې پېښې قربانیان هم تر ۲۰۱ تنو رسېږي چې په دغه پېښه کې ۵۰ تنه مړه او ۱۵۱ تنه ژوبل دي که د برچي پېښې قربانیانو شمېر سره یوځای شي د قربانیانو کچه ۷۲۰ تنو ته رسېږي چې نسبت تېرې میاشتې ته ۱۵ سلنه لوړوالی ښیي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور

نوموړي پر حکومت او مخالفینو یې غږ وکړ چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې راټیټېدو لپاره د جګړې قوانین او نړیوال بشردوستانه اصول په پام کې ونیسي.

تر دې وړاندې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت هم د ۲۰۲۱ میلادي کال د لومړۍ ربع په راپور کې د ملکي تلفاتو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه.

عام وګړي هم د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي، جګړو او چاودنو له ډېرېدو اندېښمن دي.

۲۵ کلنه سایمه وايي: "اوس‌مهال جګړه کې تر ډېره ملکیان په نښه کېږي،که وګورو وژل شوي کسان تر ډېره محصلین، د ښوونځیو زده‌کوونکي، ماشومان او عام وګړي دي، غوښتنه مو دا ده چې جګړه ودرېږي، افغانان نور له جګړې ستړي دي."

د کابل ښار بل اوسېدونکي سخي سرور میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې له بده مرغه د تفاهم پر ځای جګړې نور هم شدت پیدا کړی دی.

ښاغلی میاخېل وايي: "د هرې ورځې په تېرېدو سره جګړه نوره هم تېزېږي، د هرې ورځې په تېرېدو سره سلګونه افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوړي، ډېری یې ملکیان دي، د خلکو اندېښنه دا ده که جګړه ونه‌درېږي دا ځای د اوسېدو لپاره سخت کېږي او د ټولو هیله دا ده چې د جګړې ښکېلې غاړې باید د خپلو موخو لپاره عام وګړي هدف ونه‌ګرځوي."

روانه میاشت لوګر کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم حمله کې وژل شوي کسان
روانه میاشت لوګر کې د روژه ماتي پر مهال موټر بم حمله کې وژل شوي کسان

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه په داسې حال کې اندېښنې په زیاتېدو دي چې تېره شپه طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د درېیو ورځو په مخ اوربند اعلان کړ.

خو د ملي مصالحې عالي شورا او عام وګړي وایي، لنډمهاله اوربند د دغه هېواد د ستونزو د هواري اساسي او دایمي حل‌لاره نه‌‌ده او باید دایمي اوربند وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG