د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

کابل کې چاودنو ته غبرګونونه؛''د ښوونځیو نښه کول د افغانستان پر راتلونکي برید دی"


د کابل د پېښې ټپیان
د کابل د پېښې ټپیان

د کابل په ۱۳مه امنیتي حوزه، دشت برچي سیمه کې سید الشهدا ښوونځي ته څېرمه پرونیو (د غويي ۱۸مه) درېیو چاودنو د زیاتو سازمانونو او رهبرانو عکس العملونه پارولي دي.

دغه چاودنې د زده کوونکو د رخصتۍ پر مهال وشوې چې یوه په کې موټربم چاودنه وه. په نتیجه کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین چې دا چاودنې یې لوی تروریستي جنایت بللی ویلي، دغو چاودنو کې وژل شوي او ټپیان ملکیان دي.

د دې پېښې یوه عیني شاهد د کابل پوهنتون استاد علي امید، ازادي راډیو ته وویل: "کله چې پُل سوخته سیمې ته ورسېدم او دشت برچي ته پر لار وم. خصوصي او دوه دولتي روغتونونه ټول له مراجعینو ډک وو. امبولانسونو پرله پسې تګ راتګ کاوه."

د کابل په لویدیځ کې د چاودنې له امله یوه ټپي زده کوونکې روغتون ته وړل کیږي
د کابل په لویدیځ کې د چاودنې له امله یوه ټپي زده کوونکې روغتون ته وړل کیږي

محمد حکیم اخلاقي چې خورزه یې په دې چاودنه کې ټپي شوې وايي، زیات زده کوونکي ډارېدلي وو: "د پېښې سیمه کې زده کوونکو چې لا بې سده وې، دغه راز د زده کوونکو د کورنیو ځینو غړو شوک لیدلی دی."

د جمهوري ریاست اعلامیه کې د سید الشهدا په نوم د نجونو ښوونځي ته څېرمه پرونۍ چاودنې د وسله والو طالبانو کار بلل شوی او د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا ویل شوي: "طالبانو د نامشروع جګړې او تاوتریخوالي په تشدید سره یو وار بیا وښوده چې د اوسني بحران سوله ییز او اساسي حل ته لېواله نه دي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي: "پر كوچنیو اطفالو او محصلینو انفحار او انتحار لوی جنایت دی عاملین یې د اسلام له دین نه وتلي دي، اسلام له دوی نه بې زاره دی."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ټویټر کې لیکلي، دا ډول حملې هېڅ ډول دیني مشروعیت نه لري او عاملان به یې په خلکو کې د نورې کرکې له ایجاد پرته بله لاسته راوړنه ونه لري.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ډول تروریستي، بُزدلانه، نه بښل کېدونکي او د نه منلو وړ حملې ظالمانه دي چې کلمات یې د غندلو لپاره کافي نه دي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو سره په خبرو کې بیا هم د اوربند د ټینګېدو غوښتنه مطرح کړه.

ښاغلي خوځون زیاته کړه: "موږ له ټولو خواوو خصوصاً له طالبانو غواړو چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر او د اختر مبارکو ورځو په خاطر اوربند اعلان کړي، څو د افغانستان خلک اختر په خوشحالۍ ولمانځي. ټول طرفونه سوله غواړي، خو تر اوسه په عمل کې د سولې د ټینګښت او د جګړې پای ته رسېدو لپاره عملي اقدامات نه دي شوي او نه دي ښوول شوي."

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې پرونۍ حمله یې غندلې، د هغو کسانو کار یې بللی چې د ده په وینا: "د کابل ادارې تر وزرو او استخباراتي پوښښ لاندې د داعش په نوم فعاليت کوي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د کابل دشت برچي سیمه کې پرونۍ چاودنې بې رحمانه عمل بللی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ هم دا حمله وحشیانه او د ټرورېزم یو کرک­پاروونکی عمل بللی دی.

دغه دفتر په یوه ټویټ کې ویلي، د نجونو د یوه ښوونځي په نښه کول، په واقعیت کې د افغانستان پر راتلونکې حمله ده.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتي­کوروو دا د افغانانو په وړاندې بُزدلانه او د کرکې وړ حمله بللې ده.

په کابل کې د بریتانیا سفارت په یوه ټویټ کې دا حمله غندلې او لیکلي یې دي: مخکې تر دې چې نور بې ګناه ماشومان ووژل شي، ژر تر ژره دې دا تاوتریخوالی پای ته ورسول شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د امریکا سفارت هم دا پېښه غندلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې پېژندل شوي سیاستوال او د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک په ټویټر کې لیکلي: په افغانستان کې پر ماشومانو تروریستي حملې له شماره وتلي دي.

هغه لیکلي، داسې ښکاري چې د افغانانو ژوند فرضي متحدانو، ملګرو ملتونو ان اسلامي دولتونو ته کوم اهمیت نه لري.

د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې تردې مخکې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

XS
SM
MD
LG