د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

طالبانو ته د افغان ولسمشر ګواښ: د هېواد په هره سیمه او ګوټ کې به سخت وځپل شئ


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او دواړه مرستیالان‌یې امرالله صالح او سرور دانش
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او دواړه مرستیالان‌یې امرالله صالح او سرور دانش

د افغانستان جمهور رئیس د دشت برچي او نورو خونړیو پېښو په غبرګون سې شنبه ملي ماتم اعلان کړی او تر څنګ‌یې طالبان ګواښلي.

ولسمشر محمد اشرف غني یکشنبه ماښام له ارګ ماڼۍ د خپلو دوو مرستیالانو په ګډون یو وېډیويي پيغام ورکړ.

ښاغلي غني وویل: "په داسې حال کې چې عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدلو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنتیا تازه کوم. طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې خپلو شومو اهدافو ته نه‌شي رسېدلی او که چېرې زموږ د بې‌ګناه خلکو له وژلو لاس وانه‌خلي، نه‌یوازې د هغوی پر وړاندې به د خلکو نفرت لا زیات شي، بلکې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هېواد په هره سیمه او ګوټ کې سخت وځپل شي."

طالبانو د دشت برچي په خونړۍ موټر بم حمله کې لاس لرل رد کړي او هغه‌یې غندلې ده.

افغان ولسمشر بیا په خپله پرونۍ وینا کې وویل چې د ده په خبره "جهل او تیارو" ډلې کله د طالب او کله د داعش په نوم د افغانستان خلک وژني.

د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا د نجونو ښوونځي مخ ته وړمه ورځ د زده‌کوونکو د رخصتۍ پر وخت موټر بم برید وشو، په دوام‌یې دوه نورې چاودنې هم شوي. د کورنیو چارو وزارت یکشنبه اعلان وکړ چې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپيان دي.

د کابل د خونړۍ چاودنې د قربانیانو د خاورو ته سپارلو مراسم
د کابل د خونړۍ چاودنې د قربانیانو د خاورو ته سپارلو مراسم

روېټرز خبري اژانس د افغان چارواکو په حواله چې د نوم د نه‌اخیستو شرط‌یې یې ایښی راپور ورکړی چې د مړو شمېر تر یکشنبې ناوخته ۶۸ او د ټپیانو ۱۶۵ ته پورته شوی دی.

ټپیان چې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته یوړل شوي له درده کړېدل. یوه هم زهرا وه چې روېټرز سره په خبرو کې یې د سترګو لیدلی حال بیاناوه.

زهرا وايي: "زه له خپلې صنفۍ سره وم. صنفۍ مې شهیده شوه. ۱۰ دقیقې وروسته څو چاودنې وشوې. شور ماشور، وینې وې هېڅ شی مو سم نه‌شو لیدلی."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دشت برچي د دې خونړۍ حملې په غبرګون د سمدستي اوربند ټینګښت غوښتی. ترڅنګ‌یې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د وژنو پوښتنه دې وکړي او د یوه ځانګړي ټیم په ګمارلو سره دې د دغسې لویو خونړیو بریدونو د عاملینو په پېژندلو کې پوره هڅه وکړي.

د کمېسیون په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتل شوي چې د دغسې وژنو د تکرار د مخنیوي لپاره د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

د دغه برید په اړه د زرګونه عامو افغانانو په تُندو غبرګونو او غندنو سربېره لسګونه افغان او بهرنیو چارواکو، فعالانو، سیاستوالو او هنرمندانو دا برید غندلی او اکثرو یې په طالبانو غږ کړی چې د خلکو له وژنو لاس واخلي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د جرمونو نړیوالې محکمې ته تللی د محکمې له څارنوالې غوښتي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنو پیل د همدې دشت برچي له وروستۍ خونړۍ حملې وکړي.

ښاغلي اتمر یکشنبه له هاګه په یوه انلاین کنفرانس کې د ګڼو نورو مسئلو ترڅنګ د دشت برچي د پېښې په اړه وویل: "د دشت برچي له دغه جنایته، مېرمن بنسودا (فاتو بنسودا) چې د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنواله ده، سخته متأثره شوه. موږ وویل افغانستان حاضر دی چې له تاسو وغواړي چې موږ سره په ګډه کار وکړئ او د خپلو ګډو څېړنو پیل هم د دشت برچي له همدې پېښې وکړو څو په دې ترتیب د دغه جنایت مرتکبینو ته دا پیغام ورسېږي چې تاسو به د قانون له منګولو لیرې پاتې نه‌شئ."

په افغانستان کې له څو اوونیو راهیسې لویو بریدونو او جګړو زور اخیستی دی.

په هلمند کې د تېرې اوونۍ پراخې جګړې چې زرګونه کورنۍ یې کډې ته مجبوره کړې، په لوګر کې په محصلینو باندې لویه چاودنه او وروستی هم د دشت برچي خونړی برید د تاوتریخوالي د بې‌ساري لوړېدو لویې بېلګې یادېږي.

تاوتریخوالی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له رسمي پيل سره یوځای په زیاتېدو شو.

وسله‌والو طالبانو سره له دې چې د لوګر او برچي په خونړیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو دې ډلې د بهرنیو ځواکونو په ځنډ وتل د دوحې د تړون سرغړونه یاده کړې وه او ګواښ‌یې کړی و چې د جنګیالیو لپاره‌یې د هر ډول اقدام لار خلاصه ده.

XS
SM
MD
LG