د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

کابل ته د پاکستان او بریتانیا د لوی درستیزانو ګډ سفر؛ غني: د پاکستان مؤثر رول غواړو


جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د بریتانیا لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر لیدنه
جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د بریتانیا لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر لیدنه

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د بریتانیا له لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني په دې کتنه کې په ټینګار سره وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هېواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه‌لري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رئیس زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل‌لار نه‌لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل‌لارې افغانانو ته د منلو نه‌دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تل‌پاتې سولې غوښتونکی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله مخب کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د پاکستان او بریتانیا لوی درستیزانو ته د ښه راغلاست پر مهال
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله مخب کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته د پاکستان او بریتانیا لوی درستیزانو ته د ښه راغلاست پر مهال

جمهور رئیس غني د دواړو هېوادونو ثبات د یو بل سره مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تل‌پاتې سولې د تأمین په برخه کې یې د پاکستان د مؤثر رول غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د ا افغانستان د مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال باجوه نن د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې جنرال باجوه له ښاغلي عبدالله سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د روانو حالاتو حل د خبرو له لارې شونی بولي.

ښاغلي باجوه ویلي چې سیاسي حل‌لاره او خبرې کولای شي د افغانستان راتلونکی وټاکي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله بیا ویلي چې طالبانو له ترلاسه شوي فرصت څخه ګټه پورته نه‌کړه او دغه فرصت‌یې له لاسه ووت.

له عبدالله عبدالله سره د پاکستان پوځ لوی درستیز لیدنه
له عبدالله عبدالله سره د پاکستان پوځ لوی درستیز لیدنه

ښاغلي عبدالله په ټینګار سره ويلي چې که طالبان غواړي د جګړې له لار مخکې لاړ شي، دا د افغان وژنې د دوام په معنی ده.

په اعلامیه کې ویل شوي ښاعلي عبدالله وویل، افغانان د یوې تل‌پاتې سولې غوښتونکي دي او هغه ډول سوله چې طالبان‌یې هم یوه برخه وي.

په پای کې دواړو خواوو د سولې د خبرو په معنی‌داره پیل ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG