د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د امریکا کانګرس ته د ولسي جرګې او د افغانستان ـ امریکا د ډموکراټیکې شورا لیک!


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې دوو کمېسیونونو او د افغانستان ـ امریکا د سولې او ثبات ډموکراټیکې شورا د متحده ایالاتو کانګرس ته یو لیک لېږلی.

په دې لیک کې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، د دغه هېواد د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنې یادې شوي او ترخوا یې په ۱۰ مادو کې یو شمېر موارد یاد شوي چې د ولسي جرګې د غړو په خبره که امریکا ورته پام وکړي، افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي کېدای او په دې هېواد کې د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیل مخنیوی کولی شي.

په لیک کې د افغان ځواکونو یادونه شوې چې د یوه پوځي ځواک په توګه مطرح دي او نه‌شي کېدای د جګړې په ډګر کې په اسانۍ ماته وخوري.

دغه شان د دې ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه له افغان حکومت سره د امریکا د مرستو دوام مهم بلل شوی چې د دوام په پایله کې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي کېدای شي.

په لیک کې د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ شوی، خو د سولې د هوکړې پرمهال، د نجونو، ښځو او لږکیو پر سر معامله د نه منلو وړ بلل شوې او ترخوا یې د سولې له هر ډول هوکړې وروسته، د واک د وېش پر مهال د ښځو لپاره د عادلانه ونډې غوښتنه شوې.

لیک: افغان ځواکونه د یوه پوځي ځواک په توګه مطرح دي او نه‌شي کېدای د جګړې په ډګر کې په اسانۍ ماتې وخوري.
لیک: افغان ځواکونه د یوه پوځي ځواک په توګه مطرح دي او نه‌شي کېدای د جګړې په ډګر کې په اسانۍ ماتې وخوري.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مشر او د افغانستان ـ امریکا د سولې او ثبات د ډموکراټیکي شورا غړی میرحیدر افضلي ازادي راډیو ته وویل، دوی له نړیوالې ټولنې او امریکا غوښتي چې د سولې خبرو د پرمختګ لپاره د طالبانو د شرایطو په منلو سره، پر دې ډلې اوربند او د تاوتریخوالي پای ومني.

ښاغلي افضلي زیاته کړه: "په دې برخه کې باید پر طالبانو د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا له‌خوا ډېر فشار راوړل شي، څو دا ډله د سولې خبرو مېز ته حاضره شي او دا خبرې دوام وکړي."

د امریکا کانګرس ته د افغانستان د ولسي جرګې په وړاندیزونو کې د جګړې پرمهال له افغان ځواکونو سره د امریکايي هوايي ځواکونو ملاتړ مهم بلل شوی او د دوام غوښتنه یې شوې.

د دې تر څنګ د افغان هوايي ځواک تجهیز او تمویل ته اشاره شوې، خو په دې برخه کې د بهرنیو قراردادیانو د کار دوام اغېزمن بلل شوی او خبرداری ورکړل شوی، که د دې قراردادیانو کار پای ته ورسېږي، افغان هوايي ځواک به له سخت وضعیت سره مخ شي.

د ولسي جرګې يادو کمېسيونونو د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو په برخه کې له مالي مرستې سربېره، دوی ته د بورسیو ورکړه او هغو قراردادیانو ته چې له امریکایانو سره یې افغانستان کې دنده مخ‌ته وړې، د ځانګړو ویزو د ورکولو غوښتنه کړې.

د امریکا له کانګرس د افغانستان د ولسي جرګې غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي چې پنټاګون وايي، له دې هېواد یې د عسکرو د ایستلو بهیر ۱۲ سلنه بشپړ شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې که څه هم د امنیتي ملاحظاتو له کبله له افغانستانه د وتلو امریکايي عسکرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، له ۱۸۰۰ زیات هغه ډول تجهیزات چې باید له‌منځه یوړل شوي، لوژستیکي برخې ته سپارل شوي او همدا ډول یو پوځي مرکز رسماً افغان ځواکونو ته سپارل شوی.

له افغانستانه د ناټو او امريکايي ځواکونو د وتلو بهېر د روان زېږدېز کال د مې مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوی چې د همدې کال د سېپټمبر تر ۱۱ مې نېټې به بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG