د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۸

د امریکا، یوناما او اروپايي ټولنې اختریزو پيغامونو کې پر تل‌پاتې افغان سولې ټینګار

سوله غواړو
سوله غواړو

په داسې حال کې چې سبا به د افغانستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، په کابل کې د امریکا سفارت په اختریز پیغام کې پر سیدالشهدا ښوونځي موټر بم حمله وحشتناکه او د افغان زده‌کوونکو د زده‌کړو پر حق حمله بللې ده.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن په دې پیغام کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د زده‌کړو او بشر حقونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ښاغلي وېلسن ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان په ټولو برخو په ځانګړي ډول یوې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو په هدف د سولې په پروسه کې د مېرمنو ګډون غواړي.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن
په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استارې دیبورا لاینز په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې په دې حساسو شرایطو کې د ټولو افغانانو تر خوا ده او له هر څه وړاندې سوله غواړي.

اغلې لاینز ویلي چې د ملګرو ملتونو هڅه د سولې په مذاکراتو کې د ټولو اړخونو په یوځای کېدو ده.

نوموړې هیله ښودلې چې دا کوچنی اختر په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې لامل شي او ټول اړخونه د سولې لپاره په یوې نوې ژمنې سره یوځای شي.

یوناما ویلي چې دغه سازمان له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې د افغانانو ترڅنګ دی او دې همکارۍ ته به دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استارې دیبورا لاینز په خپ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استارې دیبورا لاینز په خپ

له بله خوا اروپايي ټولنې په افغانستان کې د جګړې په درېدو تینګار کړی دی.

په افغانستان کې اروپايي ټولنه په یوه خپره کړې وینا پاڼه کې وایي، په داسې حال کې چې د روژې مبارکه میاشت د تېرېدو په حال کې ده، دوی د یو داسې پرمختللي افغانستان هیله لري چې نارینه او ښځینه په‌کې خپلو لومړنیو او اساسي حقونو ته لاسرسی ولري.

د دغې ټولنې له لوري په خپره شوې وینا پاڼه کې افغانان یووالي ته رابلل شوي او ټینګار یې کړی چې د شخصي او فردي ګتو په نظر کې نیول افغانستان خطرناکې مرحلې ته بیولی شي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د اوسني نازک حالت نه د وتلو یوازنۍ کیلي د افغانانو ترمنځ یووالی او یو موټیتوب دی.

خبرپاڼه وایي طالبان باید درک کړي چې د جګړې دوام او تودېدل د دوی هېواد او خلکو ته سخت زیان رسوي.

له بله خوا اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتنه کړې چې جګړه ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی، خو مبارکه روژه بیا د افغانانو لپاره خونړۍ وه.

نه‌یوازې دا چې له بېلابېلو ولایتونو د سختو نښتو راپورونه ورکول کېدل، بلکې په لوګر او کابل کې موټر بم حملې هغه څه وې چې سلګونه ملکیانو ته‌یې مرګ‌ژوبله واړوله.

افغان حکومت د اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند هرکلی کړی او غوښتنه‌یې کړې ده چې دغه ډله تل‌پاتیې اوربند وکړي، خو طالبانو له اختر وروسته اوربند رد کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG