د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

اشرف غني: د سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي


کابل کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لیدنه
کابل کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لیدنه

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره‌یې کتلي دي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل ازادي راډیو ته وویل چې په دغې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د بهیر اړوند د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي غني ته راپور ورکړی دی.

د اغلې مورچل په وینا، په دغه کتنه کې دغه‌شان جمهور رئیس، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام سره، نویو واقعیتونو ته په کتو د سولې بهیر په همغږۍ ټینګار کړی دی.

فاطمه مورچل
فاطمه مورچل

اغلې مورچل زیاتوي: "ښاغلي غني وویل چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اړتیا ده، خو دغه بهیر باید د افغانستان نویو واقعیتونو سره متناسب وي."

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیلزاد مخکې تر دې د افغان سولې په اړه د اسیايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په تاشکند کې یې د ازبکستان، تاجکستان، فزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د افغان سولې د بهیر د تازه مسایلو او په دې برخه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د رول په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان سوله د منخنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو د سولې او امن لپاره ډېره اړینه ده.

ویل کېږي چې ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د جنبش اسلامي ګوند له مشر مارشال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي دي.

د افغان سولې بهیر کې د خلیلزاد له هڅو سره سره او دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د سولې خبرو ته د طالبانو د را ګرځیدو په تړاو نهیلۍ زیاتې شوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي چې له طالبانو او نورو اړخونو سره کار کوي څو د دوحې او استانبول ناستې دوام ومومي.

اغلې لاینز د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» کابل کې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، هغه به په کابل او دوحه کې له حکومت، سیاسي مشرانو او مدني ټولنو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

مېرمن لاینز دغه‌شان د افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د کار د دوام او د نړیوال ملاتړ خبره هم کړې ده.

د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه
د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه

دا وايي: "موږ به له طالبانو او نورو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې په دوحه کې خبرې اترې همداسې دوام ولري او همدا شان د استانبول غونډه دوام پیدا کړي. دلته یوه حل لاره ده چې هغه سوله ده."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د دوی هڅې تر ډېره د رسنیو د ازادۍ، د سولې پروسې او د بشري حقونو ملاتړ باندې متمرکزې دي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش په دغه ناسته کې د سیاسي مشرانو او حکومت ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي دانش وویل چې ټول باید له خپلو شخصي او ډله‌ییزو ګټو تېر شي او د یوې تګلارې په غوره کولو د سولې لپاره د طالبانو پر وړاندې په یوه لیکه کې ودرېږي.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، طالبان نور د جګړې مشروعیت نه‌لري او د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د دوی جګړه ناروا ده.

طالبانو د ښاغلي دانش د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا نوې خبرې نه‌دي او تبلیغاتي بڼه لري.

ښاغلي دانش له کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو وغوښتل چې طالبان دې ته اړ کړي څو سیاسي حل لاره ومني.

XS
SM
MD
LG