د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

وېلسن: امریکا هڅه کوي د مې تر پایه د افغان سولې لپاره د استانبول غونډه وشي


په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن
په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن پرون پنجشنبه (د غويي ۹مه) له یوه خصوصي ټلوېزیون 'طلوع نیوز' سره مرکه کې ویلي، واشنګټن د مې میاشتې تر پایه د استانبول ناستې د جوړېدو په هڅه کې دی.

هغه ويلي، د افغان سولې ټولې ښکېلې خواوې د دې په لټه کې دي چې د افغانستان روانې شخړې ته سوله‌ییزه او هر اړخیزه لاره پیدا کړي.

ښاغلي وېلسن زیاته کړه: "امريکا هوډمنه ده، څو هڅه وکړي چې د سولې يو کنفرانس په ترکيه کې جوړ کړي، هغه کنفرانس چې ځندول شوی و. دوی اوس د روژې وروسته د مې مياشتې په وروستيو کې يوې نېټې ته ګوري. د افغانستان د ګاونډيو، نړيوالو ښکېلو لوریو، دلته افغان چارواکو او د طالبانو سره زموږ د هڅو هدف دا دی چې د مذاکرې پر مېز یې سره کېنوو."

ښاغلی وېلسن ټینګار کوي چې د افغان جګړې د ښکېلو خواوو لپاره دا یو ښه فرصت دی، څو یوې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له نږدې دوو اوونیو ځنډ وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا دوحې ته رسېدلی او هلته یې د افغان او طالب مرکچي پلاویو سره کتلي دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري نن جمعه (د غويي ۱۰مه) ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې وویل: "پرون ماښام د دولت د مرکچي ټيم یو شمېر غړیو په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د سولې د مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې کړي. ښاغلي خلیل‌زاد د سولې د مذاکراتو د بهیر د ګړندي کولو لپاره د متحده ایالاتو د اقداماتو په هکله خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د خپل هېواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ."

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

هم مهاله په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، زلمي خلیل‌زاد د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او د سیاسي دفتر له غړیو سره د افغانستان پر روان وضعیت او د سولې پر پروسې خبرې کړي.

هغه رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي: "د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۲۹ مه مازېګر مهال د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ملابرادر او ورسره پلاوي یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل، دې لیدنه کې د افغانستان په روان وضیعت، د سولې پر پروسې او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشوې."

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

خلیل‌زاد داسې حال کې دوحې ته تللی چې هلته د افغان دولت او طالبانو د سولې مرکچي ټيمونو له څه دپاڅه درې اوونیو راهیسې هېڅ غونډه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې نن جمعه تمه ده د ترويکا ډلې غړي هېوادونه د دوحې په وخت ۵ بجې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب پرون پنج‌شنبه (د مرغوي ۹مه) په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي و، افغانستان په ټولو داسې غونډو کې خپل کډون ته دوام ورکوي.

مسکو د روان کال د مارچ په ۱۸مه نېټه د افغانستان په اړه د ورته یوې غونډې کوربه و چې هغه کې د ترویکا ډلې د غړو هېوادونو ترڅنګ د ترکیې، قطر، افغانستان او د طالبانو استازیو هم ګډون کړی وو.

هغه مهال د ترویکا په ګډې اعلامیه کې ټینګار وشو چې افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره باید یوه تل پاتې حل لارې ولټول شي او تر خوا یې په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت راتګ سره مخالفت وکړ.

XS
SM
MD
LG