د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د سولې د بهیر حساس پړاو؛ چین: د باثباته افغانستان ملاتړ کوو


آرشیف، د کابل ښار
آرشیف، د کابل ښار

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان او د طالبانو د حملو په ډیرېدو سره، چین چې د امریکا اقتصادي سیال دی، هڅه کوي د افغانستان د سولې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د یکشنبې (د غويي ۵مه) په ورځ کابل کې یوې خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې چین د افغانستان د سولې د بهیر د تحقق لپاره له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي.

وانګ یو زیاته کړه: "د افغانستان د سولې پروسه په یوه حساس او حیاتي پړاو کې ده او چین د یو مسالمت امیزه افغانستان چې سوله په کې وي، ملاتړ کوي، څوک چې دایمي سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره زمینه برابروي، موږ د هغو ملاتړ کوو."

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو

افغان حکومت دغه سولې ته د رسېدو په خاطر، د ملي او سیمه ییزې اجماع د جوړېدو په نیت د هڅو خبرې کوي او په دې باوري دی چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو رول د دغو مذاکراتو د ګړندي کېدو لپاره تر بل هر څه مهم دی.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال لطیف محمود یې په اړه وايي: "د افغان حکومت اصلي هدف د جګړې پای ته رسېدل او د عادلانه او تل پاتې سولې ټینګښت دی. شپږ کلنې هڅې یې د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع لامل شوي او سوله مو په غالب ګمان په ملي، سیمه ییزې او نړیوالې هیلې بدله کړه. هیله مو د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه دا ده چې د سولې له بهیر سره چې د ټول بشریت غوښتنه ده، همکاري وکړي."

په ورته وخت کې د سولې او شخړې د انسټیټیوټ مرستیاله برېښنا ساپۍ افغان سوله کې د چین د رول په اړه وايي: "چین نن سبا په نړۍ کې لوی اقتصادي ځواک دی او له پاکستان سره یې اړیکې هم ښې دي، دا هېواد کولی شي د پاکستان له طریقه پر طالبانو فشار راولي چې د سولې د پروسې درناوی وکړي."

د امریکايي پوهنتون استاد عمر شریفي
د امریکايي پوهنتون استاد عمر شریفي

خو د نړیوالو اړیکو پوه او کابل کې د امریکايي پوهنتون استاد عمر شریفي بیا وايي، چین افغانستان ته تل د پاکستان له دریځه لیدلي او دغه پروسه کې به يې همکاري هم ګټوره نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې بین الافغاني خبرو لا نتیجه نه ده ورکړې او دغه مسئله کې ښکېل هېوادونه هڅې کوي چې د ملګرو ملتونو د سازمان په لارښونه، افغان حکومت او طالبان د استانبول په کنفرانس کې کینوي.

د استانبول ناسته اوس ځنډول شوي او په پام کې ده چې د جوړېدو نېټه یې له کوچني اختر وروسته روښانه شي.

مخکې له دې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان کړی چې د مې په لومړۍ نېټه به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل او د سېپټمبر تر ۱۱مې به دا بهیر بشپړ شي، هغه تصمیم چې د کورنیو او سیمه ییزو جګړو په ډګر یې د افغانستان د بدلولو اندېښنې راپارولي دي.

XS
SM
MD
LG