د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته پنټاګون له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ نه کوي


افغان سرتیري
افغان سرتیري

د امریکا دفاع وزارت له دې وروسته د افغان ځواکونو مالي ملاتړ خپل لومړیتوب ګڼي، پنټاګون که څه هم له دې وروسته، له افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ د نه کولو خبره کوي، خو زیاتوي، په داسې یوه طرحه کار کوي چې له لېرې څه ډول د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي؟

د دې وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) رسنیو ته وویل، په نوې تګ‌لاره کې له افغان هوايي ځواکونو د داسې ملاتړ بحث هم شامل دی چې څه ډول وشي کولای په ښه توګه هوايي عملیات وکړي.

ښاغلي کربي له افغان ځواکونو د هوایي ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: " دا له افغان ځواکونو د ملاتړ سمه لاره نه‌ده. تاسو به تېره اوونۍ کې د جنرال مېلر خبرې هم اورېدلې وي چې کله یې له خبریالانو سره خبرې کولې او وېې ویل، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه باید د خپلو هېوادوالو او هېواد د دفاع لپاره چمتو اوسي. له افغان ځواکونو څخه زموږ ملاتړ به په مالي بنسټ وي او موږ هڅه کوو چې په مسوولانه ډول له دوی ملاتړ وکړو."

د پنټاګون ویاند جان کربي
د پنټاګون ویاند جان کربي

د پنټاګون ویاند له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو د څرنګوالي په اړه لا هم د بحثونو د دوام خبر ورکوي، خو ګواښ کوي، که طالبان د بهرنیو عسکرو د وتلو پر مهال پر دوی برید وکړي، سخت ځواب به وویني.

له دې وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال مک‌کنزي د اپریل په ۲۲مه د سنا د پوځي خدماتو کمېټې غړو ته په څرګندونو کې ویلي و، د امریکا پوځ به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د تُندلارو ډلو پر فعالیتونو پرله‌پسې څار ته دوام ورکړي.

ده ویلي و، له دې وروسته پر دې پلان کار کوي چې د ترورېزم پرضد دوامدار عملیات دننه له سیمې وکړي، څو دا یقین ترلاسه شي چې هغه افراطي ډلې چې غواړي افغانستان کې د خپلې بقا لپاره جګړه وکړي تر پرله‌پسې څار او فشار لاندې وي.

ښاغلی کربي همدا ډول افغانستان ته بېرته د عسکرو لېږل، له احتماله لېرې او له وړاندې پرېکړه ګڼي.

په ورته وخت کې 'سي‌.اېن.‌اېن' ټلوېزیون د امریکا دفاع وزارت د‌ چارواکو له قوله لیکي، پنټاګون به ۶۵۰ نور سرتېري افغانستان ته ولېږي، څو د عسکرو د‌ ایستلو پروسه کې مرسته وکړي.

راپورونه لیکي، د‌ دفاغ وزیر جنرال لوېډ اسټن له دې پرېکړې سره هوکړه کړې ده.

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د بهرنیو عسکرو د وتلو اعلان، د هغه اټکل خلاف و چې دوی کړی و.

ښاغلي محب 'VOICE MEDIA' په نوم رسنۍ سره مرکه کې ویلي، د بهرنیو عسکرو وتلو د افغانستان ځینې برخې له ګواښ سره مخ کړي، خو په خبره يې دې پرېکړې افغان حکومت پر ځان د باور او تر خوا یې د افغان ځواکونو پر ځان د بساینې لپاره بېړني ګامونو پورته کولو ته اړ کړي دی.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د بهرنیو عسکرو د وتلو اعلان، د هغه اټکل خلاف و چې دوی کړی و.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د بهرنیو عسکرو د وتلو اعلان، د هغه اټکل خلاف و چې دوی کړی و.

خو له دې وړاندې جمهور رئیس غني له 'سي.‌اېن.‌اېن' ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي و، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو پرېکړه، د طالبانو او د سیمې هېوادونو لپاره له اټکل وړاندې وه، خو ده یې له وړاندې محاسبه کړې وه.

که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس‌ مهال د ټولو پوځي عملیاتو مسؤلیت پر غاړه لري، خو د هوايي عملیاتو پر مهال یې په ډېرو برخو بهرنیو په ځانګړي ډول امریکايي عسکرو ملاتړ کاوه.

شنونکي وايي، امریکا دا پرېکړه د دوحې هوکړې او یوه سیاسي حل ته د طالبانو د داخلېدو لپاره کړې.

د پوځي چارو پوه عبدالباري عارض
د پوځي چارو پوه عبدالباري عارض

د پوځي چارو پوه عبدالباري عارض وايي: "د امریکا، ترکیې، قطر، پاکستان او طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دي. طالبان ډېرې غوښتنې لري او امریکا په دې منظور چې ګنې دوی د استانبول راتلونکي کنفرانس ته راوبولي، د دوی ځینې غوښتنې مني. کېدای شي چې دا غوښتنه هم چې امریکا دې له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ نه کوي، د همدې غوښتنو برخه وي."

په همدې حال کې طالبانو هم د غويي د اوومې او اتمې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې له امریکا او متحدینو یې غوښتي، هغو پرېکړو ته درناوی وکړي چې د دوی ترمنځ شوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، نور دې افغان ملت خپلې خوښې ته پرېښودل شي او په چارو کې دې د بې‌ګټې لاس‌وهنې هڅه نه کېږي.

XS
SM
MD
LG