د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

فارین پالېسي: افغانان به د طالبانو جنایتونه هېر نه‌کړي


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر سپټمبر پورې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مسئله باندې یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان ځان ته پرېښودل به یوه تاریخي تېروتنه وي او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل به د امریکا په اړه د اسامه بن لادن نظر ثابته کړي چې ویلي یې و "او مریکا به په اخر کې وتښتي."

لیکوال په همدې مسئلې تم شوی او لیکلي یې دي اسامه بن لادن دا خبره د ۱۹۹۶ کال په اګسټ کې هغه وخت کړې وه چې د امریکا پر ضد د جګړې فتوا یې ورکوله.

د نیویارک ټایمز له‌خوا په دې خپره شوې مقاله کې راغلي چې د طالبانو د رژیم له راپرځېدو وروسته د اسامه بن لادن وژل د امریکا یوازنی هدف نه‌و، بلکې په دې پسې هم وتلې وه چې د واشنګټن د هوډ په اړه په تېره بیا د امریکا له خاورې بهر د هغه نظر ناسم ثابته کړي.

اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان په اېبټ اباد ښارګوټي کې ووژل شو.

ورځپاڼه لیکي اوس چې امریکا په یوه خاص حالت کې له ۲۰ کلونو وروسته افغانستان پرېږدي په حقیقت کې به د اسامه نظر سم ثابته کړي ځکه دا هېواد لا هم د طالبانو له احتمالي بیا راتلو سره مخ دی.

نیویارک ټایمز د طالبانو رژیم ته په اشاره لیکلي چې هغه وخت ښځو د کار او زده‌کړو اجازه نه‌درلوده، خو اوس ملیونونه نجونې ښوونځیو ته ځي، ګڼې نجونې لوړ تحصیلات لري، ډاکترانې شوې دي، د پارلمان غړې شوي او یا هم په ورزشي لوبو کې ګډون کوي.

خو د لیکوال په خبره اوس به د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو دا ښځې شاته پرېښودلې شي او وېره‌یې ځي چې د طالبانو په احتمالي راتلو سره دا ښځې خپلې ټولې لاسته راوړنې وبایلي.

افغان مېرمنې نه‌یوازې د سولې په بهیر کې له خپل کمرنګ حضور شکایت لري، بلکې دا اندېښنه‌یې هم ښودلې چې د طالبانو په احتمالي بیا راتګ سره به ممکن هغوی یو وار بیا د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله ترخې تجربې تکرار کړي.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې "افغانان به د طالبانو جنایتونه هېر نه‌کړي."

خپرونې له ۷۵ کلنې رضا ګل سره خبرې کړي چې د طالبانو په دوره کې د دې ډلې جنګیالیو د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ برید وکړ درې تنکي زامن‌یې ورووژل او دا یې اړ کړه چې کابل ته وتښتي.

وایي لا یې هم هغه پېښه له یاده نه‌ځي او ډارېږي چې طالبان بیا واک ته ونه‌رسېږي.

وړاندې لولو چې د نږدې ۲۰ کلونو په تېرېدو په قره‌باغ کې د طالبانو د وخت د جنګ نښې له ورایه ښکاري او خلکو لا هم د لیکوال په خبره هغه جنایتونه نه‌دي هېر کړي چې طالبانو په شمالي کې ترسره کړي.

د رضا ګلې په څېر زرګونه نور افغانان هم په وېره کې دي چې داسې نه‌شي واک ته د طالبانو په احتمالي بیا راتلو ناخوالې بیا تکرار شي.

طالبانو په وروستیو لږ تر لږه دوو کلونو کې ویلي چې د افغانستان له دود او دستور او د اسلام دین سره سم د ښځو حقونه رعایتوي.

ځینې ښځې بیا دا څرګندونې عامې بولي او وايي طالبانو کومه خاصه طرحه نه‌ده وړاندې کړې.

XS
SM
MD
LG