د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو د یو شمېر افغانانو ویشلي نظرونه


یو شمېر امریکايي سرتیري کله چې له لوګره ستنېدل
یو شمېر امریکايي سرتیري کله چې له لوګره ستنېدل

له افغانستانه د امریکا او ناټو د ځواکونو د وتلو د پیل او پایته رسېدو له اعلان وروسته، د یو شمېر افغانانو نظریات؛ د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه به د امریکا او ناټو ځواکونو وتل، د روان میلادي کال د مې په لومړۍ پیل او د سېپټمبر تر ۱۱ مې به پای ته ورسېږي.

یو شمېر افغانان وايي، په سیمه کې داسې هېوادونه او کړۍ وې چې افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له موجودیت سره مخالفې وې له همدې له امله یې د افغان دولت مخالفې وسلې والې ډلې جنګ ته لمسولې او تجهیزولې.

د دوی په خبره که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي دې هېواد کې سوله راتلی شي.

د کونړ ولایت اوسیدونکي نجیب الله حقیار ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دغې اعلان هرکلی کوو، پخوا په کونړ کې ډېر امریکایان اوسېدل، خو ولایت کې امن نه و، خو کله چې امریکایان لاړل اوس په کې امنیت شته، خلک په ارامه ژوند کوي."

فضل واحد بیا بېل نظر لري وايي: "که امریکایان له افغانستانه ووځي، ښايي ډېرې ستونزې پیدا شي، موږ دې برخه کې تاریخي تجربه لرو. که امریکایان ووځي، ټوپک سالاري او ګډوډي به رامنځته شي."

ځیني افغانان وايي، افغان ځواکونه اوس د دې توان لري چې د مخالفینو پر وړاندې په یوازې ځان وجنګیږي
ځیني افغانان وايي، افغان ځواکونه اوس د دې توان لري چې د مخالفینو پر وړاندې په یوازې ځان وجنګیږي

د بامیانو ولایت اوسېدونکی امیر کوثري هم اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي نه دی.

دی وايي: "اوسنیو شرایطو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د خلکو په روان ناوړه اثر کوي، اقتصادي وده نه کېږي، مهاجرتونه ډېرېږي او امینت به خراب شي."

خو خلیل عظیمي بیا وايي، که دغه ځواکونه وځي هم، امریکا باید له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.

دی وايي: "امریکا یوه ورځ نه یوه ورځ له افغانستانه وتونکې ده، خو زموږ هیله دا ده چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته نړیواله ټولنه افغانستان یوازې پرې نه ږدي او خپلې مرستې ورسره جاري وساتي."

د پوځي چارو یو شمېر پوهان بیا وايي، که له افغان ځواکونو سره مالي او تخینکي مرستې دوام ولري، افغان ځواکونه د وسله والو ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان لري.

پخوانی جنرال دولت وزیري
پخوانی جنرال دولت وزیري

پخوانی جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان وسله وال پوځ مالي او حمایوي ملاتړ ته اړتیا لري، که نړیواله ټولنه په سر کې امریکا، خپلې ژمنې عملي او په اکمالاتو کې د دوی ملاتړ وکړي، د امریکايي ځواکونو وتل، تشه نه رامنځته کوي."

د افغانستان جمهوري ریاست، د دفاع وزارت، د مصالحې عالي شورا او نورو بنسټونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپلې تازه وینا کې خلکو ته ډاډ ورکړی چې له هېواده به د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به کومه ګډوډي رامنځته نه شي.

د افغانستان امنیت شورا هم ډاډ ورکړی چې افغان ځواکونه له خپل هېواده د دفاع توان لري .

اوس په افغانستان کې د ناټو شااوخوا لس زره او د امریکا ۲۵۰۰ ځواکونه شته.

کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیز انتوني بلېنکن په خپل سفر کې یوې خبري ناستې ته وویل، امریکا به افغان ځواکونو او د افغانستان خلکو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

XS
SM
MD
LG