د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۸

امریکا: افغانستان کې له پوځي حضور پرته کولی شو د تروریستي ګواښونو مخه ونیسو

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

د امریکا متحده ایالات وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري.

امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري.

هغې زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې ګواښ که له افغانستانه سرچینه واخلي، په هغه حد کې به وي چې وکولی شو په هغه ځای کې د پښې ځای درلودلو پرته یې مخه ونیسو. زموږ وړتیاوې په تېرو ۲۰ او ان ۱۰ وروستیو کلونو کې د پام وړ ډېرې او لاښې شوي دي."

بل خوا د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان هم ویلي چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان
د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان

سولېوان په دې اړه د 'سي.اېن.اېن' خبري شبکې سره په یوې مرکې کې داسې وویل: "دا یو واقعیت دی، کله چې هلته د امریکا متحده ایالاتو او ائتلافي قواوې نه وي، له ګواښ سره زموږ د مقابلې وړتیا به بدله شي، خو باور لرو چې سیمه کې زموږ وضعیت په هغه سطح کې پاتېږي چې وکولی شو په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ وځپو."

سولېوان زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ده په وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.

دی وايي: "موږ نیت لرو د بشري او اقتصادي مرستو له لارې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړو او طالبانو ته یو ښکاره پیغام ورکړو چې که نه غواړي له نړۍ بېل اوسي او د نړیوالې ټولنې له خوا محکوم او یوازې شي، نو د تېرو شلو کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې به شاته نه کړي."

سولېوان زیاته کړه چې امریکا نیت لري د بشري او اقتصادي مرستو له لارې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
سولېوان زیاته کړه چې امریکا نیت لري د بشري او اقتصادي مرستو له لارې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې (د وري ۲۵مه) په ورځ اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه به د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.

طالبانو ویلي چې د امریکایي ځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې د تړون ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

دغې ډلې د پنجشنبې(د وري ۲۶مه) په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د تړون د سرغړونې عواقب به د امریکا پر غاړه وي.

امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ټول بهرني ځواکونه د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو شرط په کې دا وو چې طالبان به هم د ترورېزم پرضد مبارزې ژمنه کوي.

ولسمشر بایډن مخکې ویلي و چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو وتل یې له تخنیکي او لوژیستکي پلوه ګران کار دی.

امریکا دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري لري، د دې ترڅنګ ۷۰۰۰ نور سرتیري د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دي.

ناټو هم ویلي چې خپل ځواکونه به تر سېپټمبر دمخه له افغانستانه وباسي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG