د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

نیویارک ټایمز: افغانستان به بیا د تروریستانو پر خوندي پناهځای بدل شي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپآڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپآڼې
  • نیویارک ټایمز

ایا افغانستان به یو وار بیا د تروریستانو پر خوندي پناهځای بدل شي؟ دا پوښتنه نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې کړې ده.

ورځپاڼې د ۲۰۰۱ میلادي د سېپټمبر پر یوولسمه په نیویارک او واشنګټن کې له تروریستي حملو وروسته د ورته بریدونو د مخنیوي او ترهګرو ته د سزا ورکولو په اړه افغانستان ته د امریکايي او ناټو پوځیانو د تګ او اوس له دې هېواده د دغو ځواکونو پر وتلو له رڼا اچولو وروسته دا پوښتنه کړې چې ایا افغانستان به بیا د امریکا ضد ترهګرو پر ځالې بدل شي؟

ورځپاڼې دې پوښتنې ته د دوو ځوابونو هڅه کړې.

لومړی لنډ مهال او دوهم اوږد مهال.

د نیویارک ټایمز له مخې، په لنډ مهال کې به افغانستان بیا د امریکا ضد ترهګرو پرځالې بدل نه شي خو په اوږد مهال کې ګرانه ده چې دې پوښتنې ته ځواب وویل شي.

نیویارک ټایمز لیکي:

استخباراتي چارواکو د ولسمشربایډن حکومت ته د افغانستان د راتلونکي په اړه په مجموع کې تیاره انځور ښوولی، اټکل یې کړی چې طالبان به جګړې ته زور ورکړي او د سیمو د لاندې کولو هڅې به جاري وساتي او له بلې خوا په افغانستان کې د سولې او پخلاینې احتمال نه لیدل کېږي.

ورځپاڼې په دې لیکنه کې له افغانستانه امریکا ته پر ګواښ تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې استخبارات باور لري چې القاعده او نورې تروریستي ډلې په فوري ډول له افغانستانه امریکا ته خطر نه شی پېښولی او همدا مسئله د دې سبب شوې چې بایډن او اداره یې له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته وهڅېږي.

ورځپاڼې دې برخه کې د کانګرس د استخباراتي کمېټې رئيس اډم شېف په څرګندونو ته هم اشاره کړې چې د سې شنبې (د وري ۲۴مه) په ورځ یې وویل، د افغانستان له خاورې د تروریستي برید خطر صفر نه دی، خو حاضر دمه د نړۍ تر نورو برخو لږ دی.

  • سټار ټریبیون

سټار ټریبیون ورځپاڼې هم په همدې موضوع لیکنه خپره کړې، خو دې ورځپاڼې د دې نظر خلاف چې له افغانستانه امریکا ته د ترورېزم خطر کم دی، د کولمبیا پوهنتون د استاد سټېفن بېډل 'Stephen Biddle' تحلیل ته اشاره کړې چې وايي، لا هم د افغانستان له درکه اندېښنې شته.

پروفیسر بېډل چې پخوا یې په افغانستان کې امریکايي قوماندانانو ته مشورې ورکړي، وايي؛ دا احتمال شته چې له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي پوځیانو له وتلو وروسته القاعده شبکه دې هېواد کې ځان بیا منظم کړي.

دی همدا راز وايي، طالبانو که څه هم د تېرکال د فبرورۍ په ۲۹ مه د ټرمپ له حکومت سره په لاسلیک کړې موافقه کې ژمنه کړې چې القاعده او نورو تروریستي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا او نورو هېوادونو برید وکړي، خو د دې لپاره چې بایډن له یادې موافقې سره سم د مې تر لومړۍ ځواکونه نه باسي، دا کېدای شي طالبانو ته پلمه په لاس ورکړي چې موافقه لومړی امریکا ماته کړې ده، نو دوی هم د هغې د شرطونو رعایتولو ته ژمن نه دي.

پروفیسر بېډل په عین حال کې اټکل کوي چې افغانستان کې به خورا سخته کورنۍ جګړه پیل شي او تر ډېره به هغې یوې ته ورته وي چې په نويیمه لسیزه کې د بېلابېلو ډلو ترمنځ وشوه.

دی په عین حال کې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په سیمه کې د بې ثباتۍ د ډېرېدو اټکل کوي.

XS
SM
MD
LG