د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۴۹

جو بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه


د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د نوې نېټې د اعلان پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د نوې نېټې د اعلان پر مهال

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویې‌ویل چې دغه پوځیان به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي.

ښاغلي بایډن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵مه» ناوخته وویل، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو مطلب دا نه‌دی چې امریکايي پوځیان ۲۰ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې پاتې شي.

دی زیاتوي: "دا هغه وخت دی چې امریکايي پوځیان (د خپل تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې) کور ته راشي."

بایډن ملت ته په وینا کې وویل، امریکا پر یوې داسې جګړې د خپلو منابعو لګولو ته دوام نه‌شي ورکولای چې نامعلومه وي او نتیجه‌یې بدلېدلی نه‌شي.

ده وویل: "موږ په دې تمه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور دوام نه‌شو اوږدولی چې د پوځیانو د ایستلو لپاره به ایډیال شرایط برابر شي."

د امریکا ولسمشر همداراز وايي: "زه اوس د امریکا څلورم ولسمشر یم چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور مشري کوي. دوه جمهوري‌پال، دوه ډیموکراتان وو. زه به دا مسؤلیت پنځم ولسمشر ته پرې نږدم."

په افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي سرتېري
په افغانستان کې مېشت یو شمېر امریکايي سرتېري

ده وویل چې په دې اړه‌یې له خپلو متحدانو، پوځي مشرانو، د کانګرس له غړو او مرستیال ولسمشرې کماله هارېس سره مشورې کړي چې د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د ټولو پوځیانو په ایستلو کې مرسته وکړي.

دا هغه نېټه ده چې ۲۰ کاله پخوا په همدې ورځ القاعده شبکې چې مشرانو یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه، په نیویارک او واشنګټن کې ترورېستي حملې وکړې.

د امریکا ولسمشر په عین حال کې چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار وکړ، ویې‌ویل چې د ده حکومت به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره به له نړیوالو هلو ځلو سره مرسته وکړي.

ښاغلی بایډن وايي: "دا هغه وخت دی چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي. دا هغه وخت دی چې امریکايي پوځیان خپل کور ته راشي."

د امریکا او طالبانو د هغې موافقې پر اساس چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه لاسلیک شوې وه، په پام کې وه چې ټول امریکايي پوځیان د مې په لومړۍ له افغانستانه ووځي.

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو له اعلان سره هم‌مهاله د ناټو یو شمېر نورو غړو هم ویلي چې له امریکا سره په همغږۍ کې خپل پوځیان له افغانستانه باسي.

  • د افغانستان له جمهور رئیس سره د جو بایډن ټیلیفوني خبرې

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د نوې نېټې تر رسمي اعلان څو ساعته وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټیلیفون وکړ.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له دې خبرو وروسته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له خپل امریکايي ساري سره‌یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي او ورته ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري.

ولسمشر غني همداراز ویلي، له ولسمشر بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې یې د سپټمبر تر لومړیو پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د خبرو په مهال ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا پرېکړې ته درناوی کوي او په دې برخه کې له خپلو امریکايي شریکانو سره همکاري کوي.

ده ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ویاړ د خپلو خلکو او هېواد د دفاع توان لري، دا مسؤلیت‌یې تل ادا کړی او افغان ملت به تل د دوی قدر وکړي.

له کله چې جو بایډن د امریکا ولسمشر غوره شوی، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کوي.

  • د جو بایډن پرېکړې ته غبرګونونه

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي‌ای اې رئيس له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د ستر ګواښ خبرداری ورکړ.

ویلیم برنز، د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو تر اعلان څو ساعته وړاندې د امریکا د سنا جرګې استخباراتي کمېټې ته وویل، کله چې امریکايي او ائتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ستر خطر به رامنځته شي.

ده په عین حال کې وویل چې امریکا به دا امکان ولري چې ځیني امکانات بېرته ترلاسه کړي.

  • د جو بایډن پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

طالبانو بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د افغانستان د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې د دوحې د موافقې مطابق ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په ټاکلي وخت ووځي او که دا موافقه عملي نه‌شي، نو به ورسره ستونزې زیاتې او بيا به‌يې مسؤليت د هغه لوري په غاړه وي چې دغه موافقه‌یې نقض کړې ده.

له دې مخکې طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دوحې پر تړون بشپړ عمل ونه‌شي، نو پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو به بریدونه له سره پیل کړي.

XS
SM
MD
LG