د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

طالبان: څو چې بهرني سرتیري نه وي وتلي، د افغانستان په اړه غونډو کې ګډون نه کوو


افغانستان کې امریکايي سرتیري
افغانستان کې امریکايي سرتیري

طالبان وايي، تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، هېڅ داسې کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پریکړه په کې کېږي.

دا خبره د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه په خپل یوه ټویټ کې کړې ده.

نوموړي ویلي، دوی خپل کارونه په مشورې سره کوي او د همدې مشورو په ترڅ کې چې هره پریکړه وشي، د هغې له مخې تصمیم نیسي.

دا اعلان وروسته تر دې کېږي چې لویدیځو رسنیو وویل، امریکایي ولسمشر جوبایډن به د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

که داسې کېږي، دا به له هغه مهلته څه باندې څلور میاشتې په ځنډ د ځواکونو وتل وي چې د طالبانو او واشنګټن د دوحې هوکړه کې یې یادونه شوې ده.

طالبان دا اعلان داسې مهال کوي چې ترکیې ویلي، د همدې میلادي میاشتې په ۲۴مه د ترکیې کانفرانس پیلیږي.

XS
SM
MD
LG