د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل؛ عبدالله: د طالبانو د ناسم درک اندېښنه شته


افغانستان کې امریکايي سرتیري
افغانستان کې امریکايي سرتیري

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پرې کېدو په معنا نه دي.

ښاغلي عبدالله نن چهارشنبه (د وري ۲۵مه) د دې شورا د بېلابېلو کمېسیونونو په جوړه شوې غونډه کې وویل، د سېپټمبر تر یوولسمې نېټې به ټول بهرني عسکر له افغانستان ووځي او په دې اړه له وړاندې هم اټکل کېده.

دی وايي: "له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل به، د یوه ویاړلي ملت، خپلواک هېواد او د دې وطن د له‌منځه تلو په معنا وي، نه هېڅ‌کله داسې نه ده. موږ باید له هغو شرایطو سره چې مخامخ کېږو، ځانونه برابر کړو. داسې لار باید ولټوو چې څه ډول کولای شو خپل ملت له دې وضعیت وباسو او داسې ټکي ته یې ورسوو چې د خلکو خیر مو په کې وي او عزت یې خوندي وي."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

خو ښاغلي عبدالله اندېښنه وښوده چې طالبان ناسم حساب او داسې فکر و نه کړي چې ګنې د بهرنیو عسکرو په وتو سره دا هېواد نیولای شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ، امریکايي او ټول بهرني عسکر باید د روان کال په مې میاشت کې له افغانستان ووځي، خو متحده ایالاتو تازه پرېکړه کړې چې دا نېټه څه د پاسه څلور میاشتې شا ته کړي.

بل‌خوا طالبان چې د افغانستان د سولې لپاره بنسټیز بحث د دوحې تړون یادوي وايي، تر هغه به د افغانستان په اړه په هېڅ کېدونکي کنفرانس کې ګډون و نه کړي، تر کله چې ټول بهرني عسکر له افغانستان وتلي نه وي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپله ټویټرپانه لیکلي، دوی خپل کارونه په مشورو کوي او د مشورو په پایله که هره پرېکړه وشي، پرې تصمیم نیول کېږي.

خو له دې وړاندې دې ډلې له مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پاتېدو په صورت کې پر دوی د بریدونو ګواښ کړی و.

اوس په داسې حال کې چې طالبان هم د سولې خبرو له لارې د افغانستان د شخړې په حل ټینګار کوي، د سولې په اړه جوړېدونکو کنفرانسونو کې یې نه ګډون منطقي عمل دی، هغه پوښتنه چې د دې ډلې ویاندویانو تر اوسه ځواب کړې نه ده.

طالبان دا پرېکړه داسې مهال کوي چې تمه ده تر راتلونکو دوو اوونیو د استانبول کنفرانس جوړ شي، هغه چې ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه او امریکا یې د افغانستان د لانجمنې موضوع د حل کړکۍ بولي.

افغان حکومت بیا د امریکايي عسکرو د وتو د پرېکړې په اړه وايي، ډېر ژر به جمهور رئیس بایډن په دې اړه خپل پروګرام رسماً له جمهور رئیس غني سره شریک کړي.

د جمهوري ریاست د سټراټیژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر وايي، په دې اړه ډېر جزئیات به د دواړو مشرانو له خبرو وروسته اعلان شي.

د جمهوري ریاست د سټراټیژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر
د جمهوري ریاست د سټراټیژیکو او عامه اړیکو ادارې مشر وحید عمر

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا وايي، افغان ځواکونه اوس‌ هم د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي او دا خپل ملي مسوولیت بولي.

د دې شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي: "موږ ته د خپلو خلکو او خاورې ساتنه یو تل‌ پاتې مکلفیت دی، که نړیواله ټولنه، متحده ایالات او یا بل هر هېواد له موږ سره د ترهګرۍ د مبارزې په برخه کې مرسته کوي، هرکلی یې کوو."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

له افغانستان سربېره، په امریکا کې هم د جوبایډن د پرېکړې په اړه وېشلي نظریات موجود دي.

په سنا مجلس کې ګڼ ډموکراټانو له دې پرېکړې هرکلی کړی، خو په ورته وخت بيا په ډېر شمېر سره جمهوري غوښتونکي سناتوران یې مخالف دي.

مخکښ سناټور لېنډسي ګراهام وايي، د جمهور رئیس بایډن دا پرېکړه به د سېپټمبر د یوولسمې په څېر یوې بلې پېښې ته زمینه برابره کړي.

ګراهام زیاتوي: "زموږ نظامیانو جمهور رئیس بایډن ته وویل، که تاسې ټول ځواکونه وباسئ، القاعده او داعش ډله به په ډېره بېړه بېرته را وګرځي او افغانستان به کورنۍ جګړې ته ولاړ شي. خو موږ کولای شو له ۳ زرو نه تر ۵ زره عسکرو د پاتېدو سره دا ډاډ تر لاسه کړو چې داعش او القاعده بېرته نه شي را ګرځېدای. هغه دا مشوره رد کړه."

مخکښ سناټور لېنډسي ګراهام
مخکښ سناټور لېنډسي ګراهام

سناټور ریچارډ هاس بیا دا پرېکړه په افغانستان کې د یوه ناورین راتلل بللي او ډېرو نورو بیا په دې اړه وضاحت غوښتی چې د طالبانو پر وړاندې به دا ډول شا تګ، امریکا څه ډول خوندي کړي.

د امریکا له دې پرېکړې سره سم، د بریټانیا ټایمز ورځپاڼې ولیکل، انګلستان هم پرېکړه کړې چې د سېپټمبر تر یوولسمې به خپل عسکر له افغانستان وباسي.

بریټانیا اوس ‌مهال په افغانستان کې ۷۵۰ او امریکا بیا نږدې ۲۵۰۰ عسکر لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG