د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

فارین پالېسي: هغه دوه بحرانونه چې بایډن ورسره مخ دی، یو یې افغانستان او بل یمن دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • والسټریټ ژورنال

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د سولې خبرو ته پام اړولی او لیکي، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې له نږدې ۲۰ کلونو جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د تېر کال په سپټمبر کې په قطر کې پیل شوې. دغو خبرو ته چې د امریکا په منځګړیتوب زمینه برابره شوې، هدف‌یې په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول دي.

والسټریټ ژورنال لیکي، له هغه راهیسې دغه خبرې په ټپه درېدلې وې او طالبانو د دوشنبې د ورځې په دې اعلان سره چې د استانبول په غونډه کې ګډون ته چمتو نه‌دي، د دې خبرو په وړاندې یو بل خنډ رامنځته کړ.

ټاکل شوې وه د استانبول غونډه د اپرېل په ۱۶مه پیل شي او د بایډن اداره هیله‌منه وه چې دغه غونډه به د سولې خبرې ګړندۍ او د جګړې له دواړو لورو سره مرسته وکړي چې پر یوه اوربند سلا وکړي چې پر اساس به‌یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونه لیکي، د هغو دوو لومړنیو بحرانونو چې بایډن ورسره مخامخ دی، یو یې د افغانستان او بل د یمن بحرانونه دي. د خپرونې په لیکنه که په دغو دواړو هېوادونو کې وضعیت بدل نه‌شي، د هغه اداره به دغه بد وضعیت لا پسې خراب کړي.

خپرونه د افغانستان د وضعیت لا خرابوالی داسې انځوروي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د هڅو بشپړه ناکامي او د طالبانو بیا واک ته رسېدل، هغه ډله چې تر اوسه د القاعده له ترهګرو سره چې نږدې ۲۰ کاله مخکې یې پر نیویارک او واشنګټن د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې له اسامه بن لادن سره مرسته وکړه، پراخې اړیکې پالي.

فارین پالېسي لیکي، دا واضح خبره ده چې ولسمشر جو بایډن په دواړو هېوادونو کې دغه ناوړه وضعیت نه‌دی رامنځته کړی چې متحده ایالات نن ورځ ورسره مخامخ دی، بلکې هغه د کلونو زېږنده ده.

خو د فارین پالېسي په لیکنه هغه پالېسي چې د هغه ادارې په لومړیو دوه‌نیمو میاشتو کې پر مخ نیولې یقیناً په دواړو هېوادونو کې یې وضعیت لا خراب کړی او که د دغې پالېسۍ د دوام نتیجې روښانه شي، نو د لویې برخې ملامتي به‌یې په بایډن پورې وتړل شي.

په فارین پالېسي کې وړاندې لولو، که څه هم د هغه مبهم حالت چې د ټرمپ ادارې رامنځه کړی، ملامتي باید د بایډن په ادارې وانه‌چول شي، خو ادارې یې هغه بد چلند چې د افغانستان له دولت سره کړی، وضعیت لاخراب کړی دی.

لیکوال هغه لیک ته اشاره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د مارچ په لومړیو کې افغان ولسمشر اشرف غني ته استولی و، د لیکوال په باور دا یو غیر صادقانه او ګواښوونکی لیک و چې په‌کې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ د ناکامي پړه د واشنګټن پر افغان شریک اچول شوې.

د فارین پالېسي په لیکنه ښاغلي بلېنکن په هېځ ځای کې دې ته اشاره نه‌وه کړې چې طالبانو په ځلونو په قدرت کې د شراکت خبره رد کړې او په دې خبرې یې تل تأکید کړی چې هغه سیاسي جوړجاړی ورته د منلو دی چې په نتیجه کې یې له ۲۰۰۱ کال مخکې د ړنګ شوي اسلامي امارت په څېر نظام، بېرته احیا شي.

طالبانو چې د ټرمپ له ادارې سره د تېر کال د دوحې د تړون په بشپړ عملي کولو ټینګار کړی، خبرداری ورکړی چې که د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونه ونه‌وځي، نو به پر دغو او نورو نړیوالو ځواکونو حملې له سره پیل کړي.

XS
SM
MD
LG