د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۵

افغانستان

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی.

انتوني بلېنکن پرون یکشنبه د امریکا له «NBC» ټلوېزیون سره په خبرو کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته هم اشاره وکړه.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "ولسمشر [جو بایډن] د دې جګړې ختمولو او کورونو ته د امریکايي پوځیانو ستنولو ته ژمن دی او د خپل توان په حد کې به نه‌پرېږدو چې افغانستان بیا د ترورېزم په خوندي ځاله بدل شي، په ځانګړي ډول هغه ترورېزم چې د امریکا متحده ایالات په نښه کوي."

د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې نېټې د موافقې له مخې چې د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و.

خو اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل ګران کار دی.

ښاغلي بلېنکن وویل، دا نه د افغانستان د حکومت، نه طالبانو او نه هم خلکو په ګټه ده چې افغانستان بېرته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حامد کرزی: د نجونو زده‌کړې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي چې د نجونو زده‌کړې د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.

ښاغلي کرزي د شنبې په ماښام پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت او د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د پروګرامونو په اړه هم بحث وشو.

په افغانستان کې ۱۴۰۴ تعلیمي کال لس ورځې مخکې د نجونو زده کوونکو له حضوره پرته پیل شو.

طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسي له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې دي.

یوناما د روان وري یا حمل میاشتې په ۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز نه یوازې د دوی پر راتلونکي، بلکې د ټول افغانستان پر سوله او هوساینه منفي اغېز لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د میلیونونو افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده.

ښاغلي غني ویلي چې نور ګاونډي هیوادونه د افغان کډوالو په ساتلو کې ګټه نه ویني نو په هیڅ هیواد کې افغان کډوال ځای نه لري.

ده همداراز د نړۍ سیاسي تحولاتو ته په اشارې ویلي چې هغه نړیوال نظم، چې له ۸۰ کلونو راهیسي واکمن و، د بدلون په حال کې دی، تمدنونه خپل تعریفونه او خپلې ګټې بدلوي او په دې منځ کې هغه هیوادونه خپلې بیړۍ ساحل ته رسولی شي چې د ده په وینا سم ماڼوګان لري.

ښاغلي غني په روانو بدلیدونکو حالاتو کې یووالی ضروري بللی دی.

اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو څو ساعته مخکې له هیواده ووت او په ازبکستان کې د یوې شپې له تیرولو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ چې لا هم په ابوظهبي کې اوسي.

یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې په لمریزه انرژۍ ۵۰ میلیون دالره پانګونه کوي

یو خصوصي شرکت په ننګرهار کې د لمریزې انرژۍ پر تولید څه باندې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون (شنبې) خبر ورکړ چې دا پروژه به د ننګرهار په ختیځ کې په حصارشاهي صنعتي پارک کې اجرا شي.

ټاکل شوې ده چې په دې پانګونې ۴۰ میګاواټه برېښنا تولید شي.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هوا یې په دوبي ډېره توده ده او د برېښنا اړتیا او مصرف پکې زیات دی.

په افغانستان او ګڼو نورو هیوادونو کې نن اختر دی

نن په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان تېره شپه اعلان وکړ چې د یکشنبې ورځ اختر ده.

د طالبانو سترې محکمې هم تېره شپه اعلان وکړ چې په فراه، کندهار، غزني، پکتیکا او هلمند ولایتونو کې ګڼ شمېر کسانو د کوچني اختر میاشت لیدلې او شرعي محکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړې نو پر دې اساس د یکشنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

طالبانو ویلي چې د اختر په شپو ورځو کې به په کابل او ولایتونو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي.

پرون (شنبې) په کابل کې د دغه ولایت د والي په مشرۍ د طالبانو امنیتي چارواکو پر امنیتي تدابیرو غور وکړ.

د افغانستان او سعودي عربستان ترڅنګ یمن، متحده عربي امارات، قطر او کویت هم اعلان کړی چې نن یې د اختر لومړۍ ورځ ده.

خو پاکستان، هند، بنګله دېش، ایران، مالیزیا او اندونیزیا ویلي چې د دوشنبې په ورځ به یې د اختر لومړۍ ورځ وي.

خلیلزاد: طالبانو یو بل امریکايي وګړی خوشی کړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې یو امریکایي وګړی فای دای هال، د طالبانو له بند څخه خوشی شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل چې دغه امریکایي وګړی اوس له قطري دوستانو سره په کابل کې دی او ډېر ژر به خپل کور ته روان شي.

هغه همداراز د قطر د دوامداره او ثابتې همکارۍ لپاره مننه کړې ده.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا هم لا څرګنده نه ده چې طالبانو دغه امریکایي وګړی کله او په کوم تور نیولی و.

همدا راز دا هم تر اوسه نه دي معلوم شوي چې طالبانو د هغه د خوشي کولو په بدل کې څه ترلاسه کړي دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوهمې دورې له پیل راهیسې، په تېرو دوه میاشتو کې دا دوهم امریکایي وګړی دی چې د طالبانو له بند څخه خوشي کیږي.

طالبانو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې یو بل امریکايي وګړی، جورج ګلزمن هم خوشی کړی و.

خلیلزاد: طالبان به یو بل امریکايي بندي هم زر خوشي کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دا ډله به ډېر ژر یو بل امریکايي بندي، فاۍ ډي هال، له زندانه خوشې کړي. نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالب چارواکو هم تر اوسه خپله ددې امریکايي بندي د خوشې کیدو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې یوه اونۍ مخکې هم طالبانو یو امریکايي وګړی، جورج ګلزمن، کابل ته د هغه امریکايي پلاوي له سفر وروسته خوشې کړی و، چې زلمی خلیلزاد هم په کې شامل وي.

په واشنګټن کې چارواکي وایي، لا هم یو شمېر امریکایان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا بنديان دي، او هڅې روانې دي چې هغوی هم راخوشې شي.

سعودي عربستان یکشنبه اختر اعلان کړ

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د مارچ پر ۳۰مه همدا یکشنبه به د کمکي اختر (شوال) لومړۍ ورځ وي.

العربیه تلویزون پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، د سعودي شاهي سترې محکمې دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې په سدیر او تامیر سیمو کې د سپوږمۍ لیدلو په مرکزونو کې سپوږمۍ ولیدل شوه.

العربیه لیکي، د سعودي عربستان سترې محکمې یوه اونۍ وړاندې اعلان کړی وو چې که چا سپوږمۍ په خپلو سترګو او یا هم دوربین په واسطه ولیده نو نږدې محکمې ته دې د شاهدۍ لپاره حاضر شي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې لا د دې خبر تر لیکلو پورې د اختر اعلان په رسمي ډول نه دی کړی خو معمولاً افغانستان کې اخترونه د سعودي عربستان له اعلان سره سم لمانځل کېږي.

د طالبانو د سترې محکمې مشر یا قاضي القضات شیخ عبدالحکیم لیکلي چې د رویت هلال کمېټې کار روان کړی او د اختر اعلان به په رسمي توګه وشي.

بل پلو، د پاکستان د سپوږمۍ لیدلو اداره (رویت هلال کمېټۍ) د مارچ پر ۳۰مه خپله غونډه کوي او د اختر اعلان به کوي. اټکل کېږي چې پاکستان به د مارچ ۳۱مه د دوشنبې په ورځ د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.

د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په وزیرستانونو کې ډېری وخت خلک د سعودي او افغانستان سره په یوه ورځ اختر کوي.

د رسنیو د ملاتړ سازمانونو د ژوندیو موجوداتو د تصویر په اړه د طالبانو تازه بندیز د سانسور نښه وبلله

د رسنیو د ملاتړ ګڼ شمېر سازمانونه د طالبانو وروستی حکم چې په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې یې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بندیز لګولی، پر رسنیو د سانسور د زیاتوالي بله نښه ګڼي.

د افغانستان د بیان د آزادۍ کور خبرداری ورکوي چې د دې حکم بشپړ پلي کول کولی شي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو بشپړ بندیز ولګوي.

په اروپا او شمالي امریکا کې د جلاوطنه خبریالانو ټولنې دا بندیز غندلی دی، او هغه یې د بیان د آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

دې ټولنې د خپلو وروستیو موندنو په راپورکې ویلي چې په ۱۴۰۳ کال کې، په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې محدودیتونه او تاوتریخوالی ۷۵ سلنه زیات شوی او په دې کال کې په دې هیواد کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې شاوخوا ۲۳۲ قضیې ثبت شوي دي.

په دې وروستیو کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان وکړ چې طالبانو په بدخشان، بغلان او نیمروز کې په سیمه ییزو رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی. د راپورونو له مخې، دا حکم تر اوسه پورې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې نافذ شوی دی.

د بشري حقونو لسګونو ټولنو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو د ایستلو ضرب الاجل لغوه کړي

د نړیوالو ستراتیژیکو دعوو شورا په مشرۍ د بشري حقونو تر سلو ډېرو ټولنو او فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې، له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د مارچ د یودېرشمې ضرب‌الاجل لغوه کړي، ځکه چې دوی به افغانستان ته د بېرته استول کېدو په صورت کې له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.

پاکستان، افغان کډوالو ته ویلي چې یا تر ټاکلې نېټې د دغه هیواد له خاورې ووځي او یا به په زوره وایستل شی.

په داسي حال کې چې د پاکستان ضرب‌الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې دي، دغه ائتلاف د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او ډاډ ورکړي چې عملي به نه شي.

په دې لیک کې، چې پرون (جمعه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او لوی څارنوال منصور عثمان اعوان ته استول شوی، راغلي چې دوی د افغان کډوالو نیونې، په زوره له پاکستان څخه ایستنه او پراخې بشري سرغړونې غندي.

دا ائتلاف ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب لپاره سمدستي اقدامات اړین دي.

په ګډ لیک کې راغلي چې یاد ضرب‌الاجل د پاکستان له قانوني ژمنو سره په ټکر کې دی، ځکه چې کډوال مجبوروي چې بېرته هغه هېواد ته لاړ شي، چې دوی له جدي امنیتي ګواښونو او د ازادۍ له محدودېدو سره مخامخ کېږي.

متحده عربي امارات ۵۴ افغان بندیان خوشي کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې متحده عربي اماراتو د ۵۴ افغان بندیانو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ناوخته، په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا توافق د دې وزارت او په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت د هڅو په نتیجه کې شوی دی.

دغه وزارت د اماراتو له مشرتابه مننه کړې چې د دغو افغان بندیانو د خوشې کولو په هوکړه کې یې همکاري کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خوشي کېدونکو بندیانو نوملړ خپور کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دوی د کومو جرمونو له امله بندیان شوي وو.

همداراز، د بندیانو د دقیقې خوشې کېدا د نیټې په اړه هم جزییات نه دي ورکړل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG