د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل؛ طالبان: امریکا د دوحې تړون مات کړ


دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون
دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون

طالبانو د امریکا او ناټو د هغې پرېکړې په اړه غبرګون وښود چې د روان کال د مې له لومړۍ نېټې د سېپټمبر تر ۱۱مې به خپل ټول ځواکونه بې له کوم قید و شرطه له افغانستان وباسي.

دې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې که څه هم د بهرنیو عسکرو د وتل یو ښه ګام بللی، خو زیاتوي؛ امریکا په دې پرېکړې سره د دوحې تړون مات کړی دی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دوی تر اوسه دا هوکړه عملي کړې، خو د امریکا نوې پرېکړه به د دوی وسله‌والو ته د هر ډول اقدام لار پرانېزي.

دا ډله پر نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کوي چې امریکا د دوحې تړون عملي کېدو ته وهڅوي او تر څنګ یې د ټولو بهرني عسکرو د وتلو غوښتنه کوي.

طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح د بهرنیو عسکرو د وتو په اړه د امریکا او ناټو له پرېکړې وروسته وویل، طالبان به د پاکستان په مرسته تاوتریخوالی زیات کړي.

د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح

ښاغلي صالح په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د امریکا او افغانستان د جمهور رئیسانو ترمنځ د تېرې شپې په ټیلیفوني خبرو کې یې جو بایډن ته ویلي، افغانان کولای شي چې د طالبانو او د هغوی د همفکرانو پر وړاندې د خپلو بنسټیزو حقونو او انساني کرامت څخه کلکه دفاع وکړي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، طالبان به اوس د امریکا او ناټو د سیاست په اړه له پوهېدو وروسته، په دې اند او کاذب غرور چې ګنې واکمنه ډله ده، ځان نور هم لوړ احساس کړي، خو د ده په خبره، د دې فکر ماتول اوس د افغانانو کار دی.

د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال له جو بایډن سره ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان او طالبانو اړیکو ته هم اشاره کوي او لیکي، د دې ډلې ۹۰ سلنه وسلې او تجهیزات پاکستان ورکوي او دا خبره بې‌بنسټه ده چې ګنې دا ډله خپل مهمات له افغان ځواکونو سره د جګړې له لارې په لاس راوړي، هغه خبره چې طالبان‌یې ردوي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره ویاړ سره له خپلې خاورې دفاع ته دوام ورکوي او په دې دفاع کې د افغان ولس هره برخه له خپلو ځواکونو سره ولاړه ده. د یوې نیابتي جګړې او د پاکستان له‌خوا د یوې ترهګرې ډلې پر وړاندې افغانان په ویاړ سره درېدلي دي."

د امریکا جمهور رئیس جو بایډین له خپل افغان سیال سره تېره شپه ټیلیفوني خبرې کړي او له افغانستان‌یې د خپلو ځواکونو د ویستو پلان ورسره شریک کړی دی. افغان حکومت د دې پرېکړې په ځواب کې ویلي، دوی ورته احترام لري او مرسته به وکړي چې دا پلان په ښه ډول عملي شي.

جمهوري ریاست وايي، له دې وروسته به له امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ او اړیکو نوی پړاو پیلوي.

خو دا پړاو به څه وي او څه ډول به عملي شي؟

د چارو شنونکي دا کار د حکومت په بهرني سیاست پورې تړلی بولي.

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل: "که موږ افغانان د حکومت او طالب په ګډون دا ظرفیت پیدا کړو چې د افغانستان موضوع په یوه مناسبه لار حل کړو او یوه ښه حکومتوالي جوړه کړو، نه‌یوازې دا چې امریکا او نوره نړۍ به مرستو ته دوام ورکړي، بلکې د زیاتوالي لپاره به‌یې کوښښ وکړي."

عبدالباري عارض
عبدالباري عارض

خو طالبان لا هم د امریکا د نوې پرېکړې په اړه چپ دي.

دې ډلې وړاندې د مې له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د پاتې کېدو په اړه د بریدونو ګواښ کړی و، خو تازه‌یې بیا د افغانستان په اړه د کنفرانسونو د تحریم موضوع یاده کړې ده.

طالبانو ته نږدې سرچینې بیا وايي، یو احتمال شته چې له امریکا سره د ناټو عسکرو د ویستو له پرېکړې وروسته، دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا زیاتوي: "ښه خبره به دا وي چې طالبان او دوی په یوه منځ‌لارې توګه هوکړې ته ورسېږي. دا یوه لار ده چې پر یوه وخت وشي، شاید دا وخت دوه میاشتې وي، یوه نیمه میاشت وي، یا هم زیات و کم."

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

د امریکا د پرېکړې پر بنسټ، له دې وروسته هېڅ شرایط په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره په پام کې نه‌نیول کېږي، هغه پرېکړه چې په امریکا کې دننه هم له مخالفت سره مخ ده، خو پلویان هم لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG