د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ایا جو بایډن د افغانستان جګړه په مسؤلانه ډول پای ته رسوي او کنه؟


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د روان ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه وباسي او په دې هېواد کې به د امریکا دغه ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

د بایډن دغه اعلان به د افغانستان پر امنیتي او سیاسي روان وضعیت څه ډول اغېز وکړي؟

په دې اړه نوریاس نوري په واشنګټن کې مېشت د امریکا د ملي دفاع په پوهنتون کې له استاد او د کورنیو چارو له پخواني وزیر علي احمد جلالي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې له دې مخکې بایډن او د هغه د ادارې لوړپوړو چارواکو ویلي چې په افغانستان کې به جګړه په مسؤلانه ډول پای ته رسوي او ځواکونه به بېرته خپل هېواد ته ستنوي، ایا بایډن په دې اعلان سره دا جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، په مسؤلانه ډول پای ته رسوي او کنه؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:09 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG