د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د بایډن پرېکړې غبرګونونه پارولي


ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر مېشت امریکايي سرتېري یوې هلیکوپټرې ته د پورته کېدو پر مهال
ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر مېشت امریکايي سرتېري یوې هلیکوپټرې ته د پورته کېدو پر مهال

له افغانستانه د سپټمبر پر ۱۱مه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن پر پرېکړه د کانګرس یو شمېر غړو عکس‌العمل ښوولی، خو په ناټو کې د امریکا یو شمېر متحدانو بې له دې چې دا پرېکړه تأیید یا رد کړي ویلي چې دوی هم خپل پوځیان باسي.

د جرمني دفاع وزیره وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې به خپل پلان د امریکا له نوي پلان سره همغږی کړي.

د جرمني دفاع وزیرې انګرېت کرمپ کارینبویر (Annegret Kramp-Karrenbauer) پرون (چهارشنبه) د جرمني ملي راډیو ته په مرکه کې وویل، دوی تل دا خبره کړې چې په ګډه افغانستان ته تللي او په ګډه به ورڅخه وځي.

دې همداراز وویل چې د ځواکونو د منظم ایستلو ملاتړ کوي او هیله لري چې په دې اړه اوس په ناټو کې پرېکړه وشي.

د جرمني دفاع وزیره په افغانستان کې له جرمني سرتېرو سره د لیدو پر مهال
د جرمني دفاع وزیره په افغانستان کې له جرمني سرتېرو سره د لیدو پر مهال

په همدې حال کې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په بروکسل کې وویل چې هېواد یې خپل سرتېري د سپټمبر په ۱۱مه له افغانستانه باسي.

ده زیاته کړه: "هغه وخت راغلی چې امریکايي پوځیان خپلو کورونو ته راوګرځي. امریکايي پوځیان به د ناټو له ځواکونو سره یوځای له افغانستانه ووځي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بروکسل کې د یوې غونډې پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بروکسل کې د یوې غونډې پر مهال

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د بروکسل په غونډه کې به د اوکراین د پولو او د ایران د اڼمي موافقې په شان مسئلو ترڅنګ د خبرو ډېر تمرکز پر افغانستان وي.

استرالیا هم اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه د سږ کال د سپټمبر تر ۱۱مې مخکې له امریکايي پوځیانو سره په همغږۍ وباسي.

د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن پرون (چهارشنبه) تأیید کړه چې حکومت‌یې له امریکا او نورو متحدانو سره د پوځیانو د ایستلو پر پلان خبرې کوي.

استرالیايي رسنۍ وايي، استرالیا به د ځواکونو له ایستلو وروسته هم د پوځي همکارۍ د پروګرام له لارې له افغانستان سره مرستې ته دوام ورکړي، خو نور به په جنګي عملیاتو کې ګډون نه‌لري.

د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن
د استرالیا صدراعظم سکاټ مورېسن

له بلې خوا د لندن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې بریتانیا به هم د ځواکونو د ایستلو په برخه کې د امریکا او د ناټو د نورو غړو پر پل، پل کېږدي.

ورځپاڼې د بریتانیا د حکومت د سرچینو په قول لیکلي چې په افغانستان کې اوس د بریتانیايي پوځیانو شمېر ۷۵۰ ته رسېږي او له امریکايي پوځیانو سره یوځای به ووځي.

په همدې منځ کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګرس غړي له افغانستانه د سپټمبر پر ۱۱مه د پوځیانو د ایستلو پر سر اختلاف لري.

د بایډن له لوري دې اعلان چې د سپټمبر په ۱۱مه پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د ترورېستي حملو په کالیزه خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي، له ډېرو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

د نیوهمپشایر ډیموکرات سناتور جین شاهین چې له لومړي سره‌یې افغانستان او عراق ته د امریکايي پوځیانو د استولو ملاتړ کړی و، د بایډن پرېکړه وغندله، ویې‌ویل چې دې ډول پرېکړو طالبان لا زړه‌ور کړي دي.

امریکايي سناتوره جین شاهین
امریکايي سناتوره جین شاهین

د ډیموکرات ګوند یو شمېر نورو غړو تر دې هم سخت انتقادونه کړي دي.

سناتوره الیزابت وارین چې د ماساچوسیت استازې ده، وايي چې بایډن په دې توګه دا تأییدوی چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور د امریکا متحده ایالاتو او نورې نړۍ خوندیتوب ته ګټه نه‌لري.

سناتور لېندسي ګراهام له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له ایستلو سره د مخالفت په ترڅ کې ویلي چې دا کار به د دې سبب شي چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په شان بله حمله وشي.

خو د ویرمونټ خپلواک سناتور برني ساندرز د بایډن پرېکړه وستایله او هغه‌یې زړه‌وره او په وخت فیصله وبلله.

امریکايي سناتور برني ساندرز
امریکايي سناتور برني ساندرز

د امریکا سنا جرګې د اکثریت مشر چارلس شومر پرون (چهارشنبه) وویل، د حکومت چارواکي به له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن د پلان په اړه دې جرګې ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG