د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۵

بلېنکن: که طالبان کورنۍ جګړې ته لمن ووهي، غوښتنې به يې ونه منل شي


پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال
پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن له اعلان وروسته کابل ته د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن ناڅاپ سفر د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ ترسره شو.

نوموړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته د امریکا په سفارت کې په یوه خبري غونډه کې وویل، که طالبان په امریکايي ځواکونو د حملې هڅه وکړي سخت ځواب به ورکړل شي.

دی وايي، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید سیاسي حل لاره رد نه کړي.

دی وايي: "دا ډېره مهمه ده چې طالبان باید په دې وپوهېږي چې که سیاسي حل لاره ردوي او هڅه کوي چې هېواد په زور ونیسي، نو دا غیر مشروع لاره ده او تل پاتې به نه وي."

له غني او عبدالله سره د بلینکن لیده کاته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د روان میلادي کال د مې د میاشتې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتل پیل او د سېپټمبر په ۱۱مه بشپړ شي.

خو هغه څه چې لا يې هم یو شمېر خلک په اړه اندېښنه لري د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کېدو شونتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، که طالبان د کورنۍ جګړې د پیل هڅه وکړي، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د دې ډلې د مشرانو د ایستلو په ګډون به يې یو شمېر نورې غوښتنې هم ونه منل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: "طالبان وايي، ځینې شیان غواړي، له افغانستانه د نړیوالې ټولنې ملاتړ، په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل او دا چې د دې ډلې مشران ازادانه وکړای شي سفرونه وکړي، خو که دوی کورنۍ جګړې تحریک کړي نو هېڅ غوښتنه به يې ونه منل شي."

طالبانو د ښاغلي بلېنکن د وروستیو څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دې ډلې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان ته به غبرګون کې امریکايي لوری د ژمنو په ماتولو تورن کړی دی.

د دې ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له افغانستانه له قېد او شرط پرته د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د دې هېواد په اړه د امریکايي چارواکو سم درک دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې امریکايي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي، خو څو میاشتنی ځنډ د دې ګواهي ورکوي چې یاد هېواد خپلې ژمنې هیروي.

طالبانو په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د دوحې د تړون نه عملي کولو پړه د امریکا پر غاړه ده او د پایلو په اړه يې هم باید یاد هېواد ګرم وبلل شي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړې وتنې پورې د افغانستان په اړه په هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له طالبانو، افغان سیاسیونو ښکېلو اړخونو غواړي چې د ترکیې په ناسته کې چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په ۲۴ مه پيل شي برخه واخلي.

په همدې حال کې د افغانستان له جمهوري ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له ښاغلي بلېنکن سره په لیدنه کې د ترورېزم پر ضد د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ويې ویل، له افغانستانه د امریکا متحدو ایالاتونو ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی کوي او افغانستان به هڅه وکړي چې د لېږد په پروسه کې لازمه همکاري ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې لیدنه کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراتېژیکو مناسباتو د کمزورۍ په معنی نه وي او امریکا له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمنه ده.

ښاغلي بلېنکن دا هم ویلي چې د امریکا متحده ایالاتونه له افغانستان او د دغه هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ډیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ ته ادامه ورکوي او د افغانستان سولې بهیر د اسانتیا په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG