د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

پنټاګون: ښایي امریکا افغانستان خپل پوځي حضور په مؤقت ډول زیات کړي


ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې امریکايي سرتیري

د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزارت وایي، ښایي متحد ایالاتونه خپل پوځي حضور په افغانستان کې د مؤقت وخت لپاره زیات کړي، څو په ډاډ خپل پاتې ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ونه غوښتل چې په دې اړه ډېر توضحیات ورکړي، خو دومره یې وویل چې امریکایي ځواکونه د اوس لپاره په بېلابېلو برخو کې له افغانستانه د ایستلو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلی کربي خبري غونډې ته وویل: " دا منطقي خبره ده چې یو څه لوژیستکي مرستو ته اړتیا شته، ښایي څه انجنیري مرستو ته، ښایي د محافظت لپاره یو څه ځواک ته اړتیا وي، خو په مؤقتي توګه، څو ډاډه شو چې په خوندي، منظم او اغېزمنه توګه پوځیان وباسو."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي

په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ رئيس هاشم وحدتیار ازادي راډیو ته وویل چې متحد ایالاتونه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو لپاره د کړې ژمنې سربیره یوه ډاډ ته اړتیا لري.

دی وايي: "امریکا تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې خپل سرتېري له ۱۲ نیم زرو دوه نیمو زرو ته راکم کړل، که دوی واقعاً غواړي له افغانستانه ووځي، نو دوی د سېپټمبر تر ۱۱مې دا موده نه غځوله، له افغانستانه د امریکایانو وتل په دوو صورتونو کې ممکنه دي چې یا له افغانستانه د امریکا او د امریکا متحدینو ته د تروریستانو تهدیدونه ورک شي یا په افغانستان کې سیاسي جوړجاړی راشي او بین الافغاني مذاکرات یوې مثمرې نتیجې ته ورسیږي."

په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ رئيس هاشم وحدتیار
په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ رئيس هاشم وحدتیار

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې چې پر افغانستان د امریکایي او ناټو ځواکونو د برید شلمه کلیزه ده ټول امریکایي سرتیري له افغانستانه باسي.

دا له افغانستانه د پاتې دوه زره پنځه سوه سرتیرو د ایستلو لپاره نوې نېټه ده، تردې مخکې امریکا د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې په تړون کې ژمنه کړې وه چې خپل ټول ځواکونه به د دوه زره یو ویشتم کال د مې تر لومړۍ نېټې باسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل، تراوسه دا څرګنده نه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې به څومره پوځیان له افغانستانه بهر کېږي؟

داسې اندېښنې شته چې طالبان ښایي تهدیدونه رامنځته کړي، که امریکایي پوځیان د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د شوې ژمنې له مخې ونه وځي.

خو د امریکا متحد ایالاتونو په زغرده ویلي، که پر امریکایي سرتیرو یا د امریکا پر متحدانو برید وشي سخت ځواب به ورکړي.

جان کربي وویل چې تراوسه دا څرګنده نه ده چې د امریکا شخصي امنیتي قراردادیان به په افغانستان کې پاتېږي که نه؟ خو ده وویل چې هدف دا دی چې د امریکا د دفاع وزارت ټول پرسونل به د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وځي.

XS
SM
MD
LG