د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

نیوزویک: بایډڼ باید له افغانستانه د پوځیانو ایستل ونه دروي


ولسمشر جوبایډن
ولسمشر جوبایډن
  • نیوزویک

نیوزویک له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر جوبایډن د اعلان په باب لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې چې سرلیک یې دی «بایډڼ باید له افغانستانه د پوځیانو ایستل ونه دروي» د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکا لګښتونو او د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبلو ته اشاره شوې ده.

نیوزویک لیکلي:

د بایډن پلان به چې پراساس یې امریکايي پوځیان د سېپټمبر پر ۱۱مه له افغانستانه په بشپړ ډول وځي، د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

نیوزویک لیکي، امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تراوسه پورې پردې جګړې ۲ اعشاریه ۲۶ تریلیونه ډالره لګولي او تر ۲ زره ډېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د نیوزویک مجلې پر اساس، له ۲۰۱۹ را په دې خوا شااوخوا ۴۳ زره افغان ملکیان وژل شوي دي.

خو د بریتانیا د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان د جوبایډن پرېکړې نهیلی کړی دی.

  • فورسیز نیټ انلاین

د فورسیز نیټ انلاین خپرونې پر اساس، د بریتانیا د دفاع درستیزوال یا عمومي قوماندان جنرال سر نیک کارټر د ولسمشر بایډن اعلان ته په اشارې ویلي: "دا داسې پرېکړه نه وه چې موږ یې هیله لرله، که څه هم بریتانیا د امریکا د حکومت د دې پرېکړې درناوی کوي."

د ناټو سرمنشي او د دې تړون نورو غړیو هم ویلي چې له امریکا سره هم‎مهاله او هم غږه به خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

د بریتانیا حکومت مخکې ویلي چې له افغانستانه به خپل ۷۵۰ سرتېري چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنې بوخت دي، وباسي.

  • نېشنل ریویو

نېشنل ریویو خپرونې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه خطرناکه بللې ده.

د دې خپرونې د ادارې له لوري په خپره شوې لیکنه کې راغلي، ولسمشربایډن اوس د امریکا د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو د کرېډت ادعا کولی شي، خو د دې کار په نتیجه کې منفي عواقب به هم د ده په غاړه وي.

د نېشنل ریویو په باور، له افغانستانه د ځواکونو بې قید و شرطه ایستل یوازې یوه سیاسي پرېکړه ګڼل کېدای شي.

د دې خپرونې له مخې د ولسمشربایډن له لوري د پاتې پوځیانو د ایستلو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه نېټه د طالبانو او القاعده له لوري د ګواښ د ارزونې پر اساس نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG