د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ هشت صبح: د نظام سقوط په اړه دې منفي تبلیغات نه کېږي


ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو مقالو کې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو او د استانبول د جوړېدونکې ناستې پر څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتو تازه اعلان سره افغانان اندېښمن کړي دي .

لیکوال یې لامل د سولې مذاکراتو مبهم وضعیت، تازه سیاسي حالات او د طالبانو له لوري د ممکنه تاوتریخوالي زیاتوالی ښودلی.

د سرمقالې د لیکوال په باور که سیاسي وضعیت همداسې مخ ته ولاړ شي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ممکن وضعیت د دولت له کنټروله ووځي، خو ورځپاڼې د کارپوهانو له قوله لیکلي چې طالبان د جګړې له لارې بېرته د واک ترلاسه کولو چانس هم نه لري.

وړاندې یادونه شوې چې امریکايي او د ناټو سرتېري مادام العمر نه شي کولای په افغانستان کې د پولیسو دنده مخ ته یوسي، دوی خپلو ګټو ته په کتو له افغانستانه خپل ځواکونه باسي.

په سرمقاله کې سپارښتنه شوې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بايد د نظام د سقوط په اړه منفي تبلیغات ونه شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکلي، طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروستۍ نېټه د دوحې له تړون سرغړونه وبلله او ممکن دوی د استانبول په غونډه کې چې ټاکل شوې د اپرېل په ۲۴ مه جوړه شي ګډون ونه کړي.

د لیکوال په باور طالبان لا هم په دې فکر کې دي چې په عام او تام ډول به واک ته ورسېږي او د دوی په اصطلاح اسلامي امارت به بېرته قائم کړي.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو دا مهال د استانبول غونډه تحریم کړې او غونډه کې د ګډون لپاره د خپلو ۷ طالب بندیانو په خلاصون او له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو د ایستو په شرط ټینګار کوي.

  • وېسا

وېسا لیکلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه خپل سرتیري د مې میاشتې په لومړۍ نیټه نه باسي.

په سرمقاله کې راغلي، کله چې ډموکراټان واک ته ورسېدل سپینې ماڼۍ وویل، له طالبانو سره تړون له سره ارزوي، د جوبایډن د تېرې چهارشنبې وینا په واقعیت کې د دوحې تړون د بیا ارزونې د نتایجو اعلانول و.

د لیکوال په اند امریکایانو په دې توګه له یوې خوا رسماً له طالبانو سره د دوحې تړون نقض کړ، خو له بلې خوا یې اعلان وکړ چې پرته له کوم شرطه خپل عسکر له افغانستانه باسي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مخامخ خبرو کې ولسمشرغني ته ویلي چې د طالبانو نور ۷۰۰۰ بندیان خوشې کړي او له تور لېسته د دوی د مشرانو د نومونو د ایستلو برخه کې ورسره همکاري وکړي.

وېسا لیکي، داسې ښکاري چې ښاغلي غني د امریکا دا سپارښتنې منلې دي او د سرمقاله ليکوونکي په خبره که داسې وشي او طالبان دا معامله ومني، نو امکان لري د استانبول غونډه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG