د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

د ناټو له وتلو وروسته هم ملګري ملتونه افغانستان کې خپل ماموریت پرمخ بیايي


ارشیف
ارشیف

وروسته له دې چې امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ ، ملګري ملتونه وایي، دوی به د یادو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې هم خپل سیاسي او بشري ماموریت ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجارېک د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا ښکاره خبره ده چې موږ د دې هېوادونو په ټولو برخو اغېز درلود. موږ د وضعیت مطالعې ته دوام ورکوو او کاربه مو افغانستان کې دوام لري، ملګري ملتونه کلونه را په دېخوا، په بیارغونې او بشري حقونو برخو کې کار کړی او موږ په افغانستان کې پاتېدو سره له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجارېک
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجارېک

افغانستان په کال ۱۹۴۵ میلادي کې د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او لسیزې کېږي چې یاد سازمان په افغانستان کې په سیاسي او بشري برخو کې فعالیت لري.

د ملګرو ملتونو مرستندویي ادارې یا یوناما بیا په ۲۰۰۲ میلادي کې د افغان حکومت په غوښتنه په دې هېواد کې خپل دفتر پرانېست.

په افغانستان کې اوس مهال د ملګرو ملتونو دوه استازي دیبرا لاینز او فرانسوي ډیپلومات ژان ارنولټ چې د مارچ په میاشت کې د "شخړې د سیاسي حل په لاسته راوړلو کې د مرستې لپاره" ټاکل شوي وو، موجود دي.

په افغانستان کې د یاد سازمان مجموعي شتون نږدې څلور زرو کسانو ته رسېږي چې شااوخوا ۷۵ سلنه یې افغانان دي.

افغان حکومت تردې دمه د ملګرو ملتونو د دې تازه پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې (د وري ۲۷مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ملګري ملتونه باید د خپل کار دوام لپاره د طالبانو له سیاسي دفتر سره هوکړه وکړي.

افغان حکومت تردې دمه د ملګرو ملتونو د دې تازه پرېکړې په اړه څه نه دي
افغان حکومت تردې دمه د ملګرو ملتونو د دې تازه پرېکړې په اړه څه نه دي

نوموړی وايي: "یوناما دې په دې اړه زموږ له سیاسي دفتر سره هوکړه وکړي، که دوی پاتېږي باید د افغانستان د اصولو په چوکاټ کې وي او یو تفاهم باید وي."

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس جوبایډن د چهارشنبه په ورځ د شپې ناوخته پرته له کوم شرطه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، ښاغلي بایډن وویل چې د مې په لومړۍ نېټې به د سرتېرو د ایستلو لړۍ پیلوي چې د سېپټمبر تر ۱۱ مې به پای ته ورسیږي.

په افغانستان کې اوس مهال د پنټاګون له ۱۰۰.۰۰۰ سرتېرو څخه ۲۵۰۰ پاتې دي، همدا شان، د ناټو ۹۶۰۰ سرتېري پاتې چې د سېپټمبر تر ۱۱ مې به له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG