د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

مسیر: د استانبول غونډه د طالبانو د دریځ له امله ځنډېدلې


ارشیف
ارشیف

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو د استانبول په جوړېدونکي ناستې، د جګړې له امله د خلکو د بې ځایه کېدو او په نوي تعلیمي کال کې د پوهنې په ستونزو لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د استانبول ناستې د جوړېدا نېټې ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، تر اوسه د دې ممکنه جوړېدونکې ناستې نېټه، څو ځله تغییر شوې او نېټه یې لاهم د بدلون په حال کې ده.

د لیکوال په اند اوس د استانبول غونډه د طالبانو د دریځ له امله ځنډېدلې ده، طالبان ویلي وو امریکا ورسره هوکړه کړې ده او چې په هوکړه عمل ونه کړي، نو دوی په دې غونډه کې برخه نه اخلي.

په سرمقاله کې راغلي، په هوکړه کې له طالبانو سره درې لویې ژمنې شوې وې:

  • لومړی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل.
  • دوهم له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل.
  • او درېیم د بندیانو خلاصون په کې شامل دي.

مسیر لیکي، پر طالبانو ډېر فشارونه دي چې د استانبول غونډې ته ورشي او ښکاري چې طالبان به تمایل هم وښيي، طالبانو اوس منلې چې له امریکا، ترکیې او قطر سره یې خبرې روانې دي چې غونډه کې د ګډون لپاره یوې پایلې ته ورسېږي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که طالبانو ته یو څه ډاډ ورکړل شي او ځینو برخو کې ورته امتیاز ورکړل شي، نو ښايي طالبان خپله پخوانۍ پرېکړه بېرته واخلي او د استانبول په غونډه کې ګډون وکړي.

  • وېسا

وېسا لیکلي، د روانو جګړو له امله له ورځینو مرګ ژوبلو سربېره د معتبرو احصائیو له مخې په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه انسانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي چې دغه شمېر خلک همدا اوس بېړنیو مرستو خصوصاً خوړو، اوبو او سرپناه ته اړتیا لري.

لیکوال یې وروستی مورد د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ځینو کلیو خلکو بې ځایه کېدو ته اشاره کړې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبور شوي او غزني ښار ته یې یوازې له یو جوړه جامو سره پناه راوړې.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې ظاهراً د سولې پروسه روانه ده او د امریکا ولسمشر جو بایدڼ هم اعلان وکړ چې د روان میلادي کال تر سېپټمبره خپل ټول سرتیري له افغانستانه باسي، د جنګ د اور لمبې لا هماغسې بلې دي او زموږ د بېچاره ولس مادي او معنوي هستۍ په کې سوځېږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په نوي تعلیمي کال کې د پوهنې وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، بېلابېلو ولایتونو کې د درسي موادو او د ښوونکو کموالي ته په کتو داسې ښکاري، روان کال به د پوهنې لپاره ښه کال نه وي.

په سرمقاله کې راغلي، د دغو ستونزو ترڅنګ په لېرو پرتو سیمو کې زده کوونکي د زده کړې مناسبې فضا او امکاناتو ته لاس رسی نه لري چې دغه مشکلات زده کوونکو ته یو خبرداری دی.

د هشت صبح د لیکوال د معلوماتو له مخې روان تعلیمي کال ښوونځیو ته په کمه کچه زده کوونکي جذب شوي دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، تمه کېږي حکومت ښوونځیو کې د ښوونکو او د درسي موادو کمښت ته جدي پاملرونه وکړي او پرېنه ږدي چې د ماشومانو قیمتي عمر بې ځایه تېر شي.

XS
SM
MD
LG