د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

نوې ګمارنې؛ د طالبان بندیانو ممکنه خلاصون او پر کرونا د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو، د حکومت په نوېو ګمارنو، د طالب بندیانو په ممکنه خلاصون او د کرونا د درېیمې څپې په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، اوسنی حکومت یو توافقي حکومت دی چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک پر بنسټ رامنځ ته شوی.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر غني د حکومت له پیله تر اوسه سیاسي هوکړه تر پښو لاندې کړې او د ګمارنو په ګډون ټولې مهمې او لویې پرېکړې په خپل سر او په غیاب کې کوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان ولسمشر ته په استولي لیک کې ټینګار کړی چې افغانستان پورې اړوند په ټولو لویو پرېکړو کې باید له اغېز لرونکي سیاسي مشرانو او رهبرانو سره سلا مشورې وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، افغانان خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، نو په داسې کړکېچن حالت کې له بل هر وخت زیات یووالی اړین دی، په کار ده چې په زغرده یووالي ته کار وشي، څو ټول افغانان د مالکیت احساس وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکلي، وروسته له هغې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو تازه نېټه اعلان شوه، طالبانو دا نېټه د دوحې له پرېکړې سرغړونه وبلله او په غبرګون کې د استانبول په ناسته کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.

په سرمقاله کې راغلي، اوس-اوس امریکا په پاکستان فشار راوړی چې طالبان استانبول ناسته کې ګډون ته وهڅوي، خو طالبانو په ناسته کې د ګډون لپاره له تور نوملړه د دوی د مشرانو د نومونو ایستل او د ۷ زره طالب بندیانو د خلاصون شرطونه وړاندې کړي.

په سرمقاله کې د پخواني ولسمشر کرزي ته د نږدې کس کریم خرم له قوله ویل شوي چې ښاغلي غني امریکا ته ډاډ ورکړی چې ۷ زره طالب بندیان به خلاصوي.

د لیکوال په اند، که دا خبر رښتیا وي، نو امریکا له طالبانو سره د پردې ترشاه لاس یو کړی چې د افغان حکومت چارواکي ورنه اطلاع نه لري اوس به ولیدل شي چې د دغو طالب بندیانو په خلاصون سره افغانان څه امتیاز ترلاسه کوي؟

د سرمقالې په پای کې راغلي، که ممکنه خلاصېدونکي طالب بندیانو یو ځل بیا د جګړو لیکو ته ستانه شي، نو معنی به یې دا وي چې امریکا یو ځل بیا طالبان واک ته رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت لوړ پوړیو چارواکو، امرالله صالح او حمدالله محب ټینګار کړی چې حکومت د طالب بندیانو خلاصون ته چمتو نه دی.

  • مسیر

مسیر بیا په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي په تړاو د حکومت په بې پروایۍ نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې دغه څپه په شدت سره د افغانانو ژوند ګواښي.

لیکوال سپارښتنه کوي، حکومت دې د کرونا د مخنیوي د تدابیرو لپاره افغانستان ته پروازونه بند کړي که دا کار شونی نه وي، نو له بهره راتلونکي کسان باید د کرونا ټېسټ ولري او یا هم افغانستان ته له راتګ سره سم باید کرونا ټېسټ وکړي او تر ممکنه بریده تر جدي څار لاندې ونیول شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، اوس وېره ده چې د حکومت بې پروايي به د دې لامل شي چې درېیمه څپه افغانستان ته راشي او چارواکي به یې بیا دلته د مخنیوي لپاره ناکامې هڅې کوي، ښارونه به بندوي او خلک به له نورو سترو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG