افغانستان
اشرف غني له زلمي خلیلزاد سره ولیدل
افغان ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د ارګ د وېبپاڼې له مخې په دغه کتنه کې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه ولسمشر ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.
ولسمشر غني له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، له نویو واقعیتونو سره د سولې د پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.
ولسمشر غني زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته یو عاجل لومړیتوب دی، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره سمون ولري. تمه ده چې ښاغلی خلیلزاد به د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لورو سره هم وګوري.
ښاغلي خلیلزاد کابل ته تر سفر مخکې پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیر کاملوف سره د افغان سولې په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.
خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي چې ده او ښاغلي کاملوف په دې موافقه وکړه چې په دغه حساس وخت کې ټولو مهمو لوبغاړو، افغانانو، سیمې او نړیوالو ته پهکار ده چې په افغانستان کې د څه باندې ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو او یوه هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د روانو ګړندیو هڅو ملاتړ وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په بغلان کې یوشمیر کسان نیولي
په بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني د یو ویشت کسانو د نیولو خبر ورکړ. دا کسان د موسیقي غږولو او شراب څښلو په تور تورن شوې دي.
امنیه قومانداني په ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې له دې تورنو کسانو څخه د موسیقي الې ګرځول شوي چې په دغو کې دمبوره، غیچک، طلبه او هارمونیه شامل دي.
د بغلان د امنیه قومانداني په وینا له تورنو کسانو څخه یې دیارلس بوتله شراب هم ترلاسه کړې دي.
د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې چې طالبانو کابل نیولی دی، موسیقي یې منع کړې ده او په مختلفو ولایتونو کې یې د موسیقي الې نیولي او سوځولي دي.
اروپایي ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې اعلان وکړ
اروپايي اتحادیې وویل چې په افغانستان کې به له هغو کسانو سره چې وروستیو سیلونو سخت ځپلي دي د یولک او پنځه اویا زره یورو مرستې وکړي.
دغې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې مرستې به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، هرات، لوګر او روزګان کې د شاوخوا دولس زره کسانو لاسنیوی وکړي.
دا مرستې وروسته تر دې اعلان شوې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې په وروستیو څو اونیو کې له سختو بارانونو وروسته سیلونه بهیدلي.
د طالبانو د طبیعي پیښو د مدیریت څانګې وویل چې د ورښتونو او طبیعي پېښو له امله د یوې میاشتې په ترڅ کې د تلفاتو شمیر ۲۱۴ ته لوړ شوی دی.
یوناما یوځل بیا په نجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو غوښتنه کوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما،د طالبانو لخوا په نجونو باندې د لګول شويو بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړه.
یوناما د پنجشنبې په ورځ ، د "معلوماتو او ارتباط په تخنیک کې د نجونو" دنړیوالې ورځې په مناسبت دا غوښتنه وکړه.
یوناما وویل څلورنیم کاله کیږي چې د نجونو یو نسل له زده کړو پاته دی.
یوناما وايي تحصیل او په ځانګړې توګه داطلاعاتو او ارتباط د تخنیک په برخه کې زده کړې ، د کار ، نوښت او ښې راتلونکې لپاره لار پرانیزي.
د معلوماتو او ارتباط په تخنیک د نجونو ورځ هرکال د اپریل په ۲۳ مه لمانځل کیږي.
طالبانو واک ته په ستنیدو پیل کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ ترامرثانی وتړلې.
اروپايي اتحادیه افغانستان کې په نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا اندیښنه څرګندوي
دافغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي ژیل برتران کابل ته دسفر په ترځ کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کاراو د عام ژوند په چارو کې یې په ونډې باندې د محدودیتونو په هکله یوځل بیا جدي اندیښنه څرګنده کړه.
افغانستان کې داروپايي اتحادیې استازولي وايي دغه محدودیتونه د بشري حقوقو د نړیوالو معیارونو او د افغانستان د نړیوالو ژمنو څخه جدي سرغړونه ګڼل کیږي چې د اقتصاد او ټولنې لپاره اوږدمهاله ویجاړونکي نتایج لري.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د داخلی او بهرنیو فشارونو سره سره د ښځو په هکله خپله پالیسي بدله کړې نه ده او ادعا کوي چې د ټولو افرادو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین شوي دي .
داروپايي اتحادیې د استازولی اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي برتران کابل ته د ۵ ورځنی سفر په ترځ کې چې د چهارشنبې په ورځ پایته ورسیده طالب چارواکو ، د دیپلوماتیکې ټولنې غړو ، د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو استازو سره ولیدل.
اعلامیه زیاتوي چې د بشري حقوقو وضعیت په دغو خبرو اترو کې مهم ځای درلود.
بدخشان کې په ۳ بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو مړینه
بدخشان کې د طالبانو د حکومت چارواکي په دریو بیلابیلو پیښو کې د ۵ کسو د مړینې خبر ورکوي.
د بدخشان امنیه قومانداني وايی د چهارشنبې په ورځ د ارغنجخواه ولسوالۍ او مرکز فیض اباد ترمینځ لار کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کیدو له امله یو کس مړ ا و درې تنه نور ټپیان شول.
او د شهر بزرګ ولسوالۍ په لار دیوې بلې ترافیکي پیښې له امله ۲ کسه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطی، دترافیکي قوانینو نه مراعاتول او دسړکونو خرابوالی په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ داهم وايي چې دوه کسه د چهارشنبې په ورځ جرم ولسوالۍ کې د لامبو په مهال ډوب او مړه شوي دي.
یو افغان پناغوښتونکی د بریتانیا د کډوالۍ د نوي قانون له مخې مجرم وپیژندل شو
بریتانیا کې یوې محکمې یو افغان کډوال د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې مجرم وپیژنده.
بریتانوي رسنیو له هغې ډلې بي بي سي او تلګراف لیکلي چې د تاجک محمد په نوم دغه ۳۲ کلن ځوان تورن دی چې د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۱۷مه یې د انګلنډ کانال له لارې د کډوالو یوه ربړۍ بیړۍ چلولې.
راپورونو کې راغلي چې دې بیړۍ کې له ټاکلې اندازې زیات کسان سپاره وو او چلوونکي د نورو پناغوښتونکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی و.
تورن د سه شنبې په ورځ ( د ثور لومړۍ نیټه) محکمه کې له قانون څخه په سرغړونې اعتراف کړی دی.
هغه ته به د جون د میاشتې پر ۱۰مه سزا اعلانېږي.
کابل کې د دودیزو لوبو سیمه ییزه جشنواره پنجشنبه پیلیږي
ټاکل شوې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ ( د ثور ۳مه) د کورش او سامبو لوبو او دودیزې غیږنیونې جشنواره پېل شي.
د طالبانو د حکومت د ورزش ادارې ویلي چې دغو لوبو کې د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې ۱۶۰ لوبغاړي برخه اخلي.
کورش یو ډول لرغونې رزمي لوبه ده چې په ازبکستان کې ۳۵۰۰ کاله مخکې ریښه لري.
سامبو بیا یو ډول نوی رزمي ورزش دی چې له غیږنیونې او جودو څخه جوړ شوی دی.
د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته ښځې له ورزشي فعالیتونو منع کړي او د نرینه و لپاره یې هم پر ځینو ورزشي څانګو محدودیتونه وضع کړي دي.
پنجشنبه به د افغانستان ۲۳ ولایتونه د ورښت او سېل شاهدان وي
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپيژندنې ریاست په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېل وړاندوینه کړې ده.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې د پنجشنبې په ورځ به نورستان ، کونړ ، ننګرهار ، لغمان ، کاپیسا ، پنجشیر ، پروان ، بغلان ، سمنګان ، بدخشان ، کندوز ، تخار ، بلخ ، سرپل ، فاریاب ، غور ، بادغیس ، دایکنډي ، بامیان ، غزني ، میدان وردک ، لوگر او پکتیا ولایتونه د شدید ورښت، برښنا او سملاسي سیلونو شاهدان وي.
د باران اندازه له لسو تر دیرش ملي مترو پورې اټکل شوې.
په افغانستان کې د څو وروستیو اونیو سیلونو او بارانونو او نورو طبیعي پيښو سلګونه کسان مړه او ټپيان کړل او خلکو ته یې دروند مالي زیان واړوه.
په دې ترڅ کې د بدخشان چارواکو ویلي چې په کوف اب ولسوالۍ کې یې د هغو څلورو کسانو مړي د چهارشنبې په ورځ را وایستل چې د واورې ښوېدو له کبله مړه شوي وو.
د بښنې نړیوال سازمان د علي وزیر ( خپل سره توقیف) او د هغه د نه خوړو اعتراض باندې اندیښنه ښودلې
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې علي وزیر نژدې شل میاشتې " د خپل سره توقیفونو " په کړیو او د بیا نیولو او دوسیو په تکرار کې تېر کړې دي.
د سازمان په خبره، که څه هم د پاکستان یوې محکمې د روان ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه د علي وزیر د خوشې کېدو حکم وکړ، خو له څو ساعتونو وروسته بیرته ونیول شو.
د بښنې نړیوال سازمان په دادو زندان کې د علي وزیر د نه خوړو وروستی اعتراض ته هم اندیښنه ښودلې او ویلې یې دي چې هغه داسې مهال له درملنې انکار کړی چې د شکرې، د وینې له لوړ فشار او د زړه له ناروغیو کړېږي.
د پاکستان حکومت علي وزیر تورن کړی چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوي کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې علي وزیر" د حکومتي جبر پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم" زنداني شوی دی.
صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو سیالیو کې ګډون کوي
تمه ده چې افغانه ورزشکاره صوفیه سروري بروکسل کې د جوجیستو د سیالیو په ګراپلینګ څانګه کې برخه واخلي.
نوموړې په خپل انستاګرام خپره کړې چې د NAGA سازمان په چوکاټ کې دغه سیالۍ د اپریل په ۲۶ مه پیلیږي.
هغه وايي د GI او NOGI په برخو کې خپلو سیالو لوبغاړو سره میدان ته کوزیږي. خو دا نه دي ویل شوي چې سیالانې یې څوک دي.
صوفیې سروري په دې وروستیو کې په جرمني کې د جوجیستو د نړیوال لیګ اتلولي خپله کړه .
افغانستان کې د طالبانو حکومت د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو په ورزش هم محدودیت لګولی دی.