د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

غني طالبانو ته: بهرني ځواکونه وځي؛ جګړې ته پلمې مه‌لټوئ، افغانستان مه‌بربادوئ


ولسمشر غني
ولسمشر غني

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام پلمې نه لټوي او د پردیو په غوښتنه دې افغانستان نه بربادوي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې (د غويي ۱۴مه) په ورځ د معارف اوونۍ په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې اوس مهال افغانستان پر خپلو پښو ولاړ دی او که طالبان جګړې ته دوام ورکړي افغان ولس به يې پر وړاندې ودریږي.

نوموړي زیاته کړه: "د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تاسې ته هېڅ پلمه نه ده پاتې، بهرني ځواکونه له افغانستانه په ارامه وځي، اوس موږ پر خپلو پښو درېدلي یو، دا خاوره اول د خدای پاک او وروسته د افغان ولس ده، که هرڅوک د بل چا نوکري کوي باید دا نوکري پرېږدي او که د بل چا په اشاره دلته بربادي کوي، نو افغان ملت يې پر وړاندې دریږي."

خو وسله وال طالبان وايي، جګړې ته لومړیتوب نه ورکوي او هڅه کوي پاتې ستونزې هم د مذاکراتو او تفاهم له لارې حل شي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې لیکي: "کله چې بهرني ځواکونه وځي، باید یو سوچه اسلامي حاکمیت چې د افغانستان خلکو د هغه لپاره شل کاله وینه تویه کړه، د دنیا له غټ قوت سره يې مبارزه او جهاد کړی ترلاسه شي، خو که څوک زموږ د لوړو اهدافو د منځته راتګ په لاره کې خنډونه اچوي بیا جهاد دوام کوي."

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اوس مهال د افغانستان معارف له وحشیانه حملو سره مخامخ دی
ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اوس مهال د افغانستان معارف له وحشیانه حملو سره مخامخ دی

د معارف اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۵۹ ښوونځي او په ټول افغانستان کې د کورني اقتصاد پروګرام چې له مخې يې کم لوستو یا نالوستو مېرمنو ته د زده کړو زمینه برابریږي هم پرانیستل شول.

افغان چارواکي وايي چې د روان لمریزکال تر پایه به د سلګونه نورو ښوونځيو ودانۍ هم جوړې او تر شنه اسمان لاندې د افغان زده کوونکو د زده کړې ستونزې به حل شي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اوس مهال د افغانستان معارف له وحشیانه حملو سره مخامخ دی.

نوموړي په لوګر کې موټر بم حملې ته په اشارې چې له امله يې لسګونه هغه ځوانانو چې له ازرې ولسوالۍ د لوګر ولایت مرکز پل علم ته، کانکور ازموینې ته راغلي وو او په کې ووژل شول وویل، نن چې افغان محصل غواړي د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي، ترور کېږي.

ښاغلي غني طالبان مخاطب کړل او ويې ویل، که افغانان یاست باید مسئله د خبرو له لارې حل کړي او د پردیو په اشاره افغانان ونه وژني.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغان حکومت سوله غواړي خو نوموړي ټينګار وکړ چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد د ملي مسایلو په اړه د هر ډول پرېکړو صلاحیت له افغان حکومت او ولس سره دی.

ولسمشر غني زیاته کړه: "ستاسې مشر چېرې دی، وه طالبانو، چېرته پټ یاست، راشئ ښکاره شئ او افغان ولس ته ووايئ چې په کوم دلیل تاسې ته غوږ ونیسي، هو، موږ سوله غواړو له سولې شاته نه ځو، ځکه سوله هغه بنیادي حق دی چې ټول حقوق پرې ولاړ دي، خو باید په دې وپوهېږئ چې اوس چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، ملي پرېکړې افغان دولت او افغان ولس کوي."

جمهور رییس غني یو وار بیا په ټینګار سره وویل چې وسله والو طالبانو په تېر یوه کال کې د یو میلیارډ ډالرو په لګښت د افغانستان زېربنا ته زیان رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي دي.

دا بهیر به د روان کال د سېپټمبر په ۱۱مه نېټه بشپړ شي.

XS
SM
MD
LG