د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

بلېنکن افغان ولسمشر سره د سولې د خبرو پرمختګ لپاره پر سیمه ییزو هڅو غږیدلی


انتوني بلېنکن تېرماښام افغان ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړي.
انتوني بلېنکن تېرماښام افغان ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د شراکت د دوام او افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

انتوني بلېنکن دا خبرې تېر ماښام له افغان ولسمشر سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال وکړې.

دواړو لوریو د سولې پر روان بهیر هم نظرونه تبادله کړي دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې نژدې ورځو کې د افغانستان ولسمشر امریکا ته هم سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن داسې مهال له افغان ولسمشر سره خبرې کړي چې پوځیان یې له افغانستانه په وتلو دي.

بلېنکن له دغو خبرو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، له محمد اشرف غني سره یې د سولې پرمختګ ته پر سیمه ییزو هڅو خبرې کړي دي.

بلېنکن د کابل په دشت برچي کې پر سیدالشهدا ښوونځي شوي خونړي برید باندې خواشیني ښودلې او افغانستان ته یې د شراکت او د امنیتي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د ښاغلي غني او بلېنکن خبرې داسې مهال کېږي چې د ارګ سرچینو ویلي، نژدې ورځو کې ولسمشر واشنګټن ته ځي.

واشنګټن ته د محمداشرف غني د احتمالي سفر نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د سولې بحث یوازې پرون د ښاغلي غني او بلېنکن په خبرو کې مطرح نه و، بلکې دوحه کې هم تېره ورځ د حکومت او طالبانو مرکچیانو له اوږده ځنډه وروسته پر سوله خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي، دواړو لوریو ژمنه کړې چې له اختر وروسته به خبرې ګړندۍ کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

د سولې بین الافغاني خبرې داسې مهال بېرته پیل شوي چې افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو درې ورځنی اوربند نن شپه ۱۲ بجې پای ته رسیږي.

بېلابېلو افغان چارواکو او عامو کسانو د دغه اوربند د دوام غوښتنه وکړه، خو طالبان وایي، د اوربند دوام ته هېڅ هوډ نه لري.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوامداره اوربند هغه مهال امکان لري چې په خبره یې سیاسي بحثونو کې پرمختګ او هوکړې وشي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، که وسله وال طالبان جګړې ته مخه کوي، دوی به یې د حملو شنډولو ته چمتووالی لري: " که طالبان خپل تاوتریخوالی ونه دروي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې ترهګرو فعالیتونو ته دوام ورکړي، له شک پرته دفاعي ځواکونه به یې دا حملې بې ځوابه پرې نه ږدي."

افغانستان کې له اوربند سره-سره د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ په کابل، غزني، کندهار او کندز کې چاودنو لږ تر لږه ۲۳تنه ووژل او شااوخوا همدومره نور یې ټپیان کړل.

تر ټولو خونړۍ پیښه د کابل د شکر درې ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال پرونۍ چاودنه وه چې پراخ غبرګونونه یې وپارول.

افغان چارواکو، سیاستوالو او طالبانو دغه پيښه چې د یوه مشهور ځایي ملا امام مفتي نعمان په ګډون یې ۱۲ تنه ووژل او ۲۰ نور یې ټپيان کړل، غندلې ده.

XS
SM
MD
LG