د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د میدان وردګ ځینې اوسیدونکي: امنیت راغی، خو اوس څه وکړو او څه وخورو؟


د میدان وردګ ښار
د میدان وردګ ښار

په میدان وردګ ولایت ځايي خلک وايي، له یوې خوا جګړو ځپلي او د کلونو راهیسې د خپلو سیمو څخه بې ځايه وو اوس د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاره شوي دي.

د میدان ښار اړوند د 'ده افغانانو' د کلي اوسیدونکی۶۴ کلن خان اغا له څلورو کلونو وروسته د خپل کور لیدو ته راغلی چې په خپل نړیدلي کور کې تر خارو لاندې په پاتې شوېو توکو پسې ګرځي.

دی لا هم کرايي کور کې ژوند کوي ازادي راډيو ته یې وویل چې پر خپل دغه کور یې لکونه افغانۍ لګولي او یوازې دی او د کورنۍ غړي يې د تن په جامو کې ترې وتلي.

نوموړي ازادي راډيو وویل: "کور مې ویجاړ شوی، د مڼو باغ مې وچ شوی، اوس بې کاره یم، غوښتنه مې له دولته دا ده چې له ماسره دې مرسته وکړي، څو زه خپل کور بېرته ورغوم، کور نه لرم."

په دې سیمه کې یوازې خان اغا نه، بلکې دده په څېر زرګونه نور کسان هم له ورته ستونزو کړیږي، دوی په افغانستان کې روان اقتصادي بحران، بې کاري، د توکو لوړو بیو اندېښمن کړي دي.

حشمت الله هم د څلورو کلونو وروسته ۲۰ ورځې کېږي خپلې سیمې ته راستون شوی، نوموړی چې د تېرو کلونه جګړو زیات ځپلی وايي، خوشحاله دی چې سیمه کې یې امن راغلی، خو حیران دی چې څه وخوري او څه وکړي؟

د میدان وردګ ولایت یوه څنډه
د میدان وردګ ولایت یوه څنډه

حشمت الله وايي: "کار نشته، زیان مو لیدلی دی، اوس د طالبانو له حکومته هم تمه نه لرم ځکه چې جوړ نه دی، خو که حکومت یې جوړ شي ښايي مرستې راسره وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو څه باندې یو نیمه میاشت تیریږي، خو لا هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او دغه راز په دې هېواد کې زیات شمېر ملکي ادارې غېرې فعال دي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

  • د طالبانو راتګ او میدان وردګ کې تعلیمي بهیر

په دې سیمه کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تعلیمي بهیر ته هم زیان رسیدلی او ګڼې نجونې په نیمګړي ارمان په کورونو ناستې دي.

د 'ده افغانانو' سیمه کې د نجونو ښوونځی چې هلکانو او نجونو دواړو په کې زده کړې کولې د سیمې خلک یې وايي، طالبانو یې اوس د نجونو د زده کړو مخه ځکه نیولې،چې ښوونځیو کې ښځینه ښوونکې نشته.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې ددې سیمې ښځینه ښوونکو سره وغږیږي خو دوی د ځینو محدودیتونو له امله خبرو ته زړه ښه نه کړ.

د میدان وردګ ښار یوه څنډه
د میدان وردګ ښار یوه څنډه

د همدې سیمې اوسیدونکی رحیم الله ازادي راډیو ته وویل، خپلې درې خوېندو يې په همدې ښوونځي کې زده کړې کولې، خو طالبانو یې مخه ونیوله: "طالبانو ویل په دې ښوونځي کې ښځینه ښوونکي نشته، ما اوس خپلې خویندې نور هغه ښوونځيو ته تبدیل کړې چې ښځينه ښوونکي لري."

دا یوازې رحیم الله دی چې د خپلو خویندو لپاره یې په نورو ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره کړې، خو سلګونه نورې نجونې له خپلو زده کړو بې برخي دي او توان نه لري چې نور ښوونځيو ته ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG