د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ښځو اعتراضونه: ډوډۍ او کار مو رانه واخيست، خو درس او مشق مې مه اخله


کابل کې ښځينه اعتراض کوونکې
کابل کې ښځينه اعتراض کوونکې

په کابل کې یو شمېر مېرمنو له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د دوام په غبرګون اعتراض وکړ.

دغو ښځو ازادي راډیو ته وویل، دوی د مريم لېسې مخې ته راټولې شوي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام په غبرګون کې يې اعتراض کړی.

د دوی شمېر شلو تنو ته رسیده.

اعتراض کوونکې چې د کابل د مریم لیسې مخې ته راټولې شوې وې، شعار یې ورکوو چې "ډوډۍ او کار مې دې رانه اخیستی، درس او مشق مې مه اخله".

د اعتراض یوې ګډنوالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د طالبانو دا اقدام د ښځو پر وړاندې د جهاد اعلان وباله.

نوموړې وويل: "جهاد باید د کفارو پر وړاندې وي او د هر هغه چا په وړاندې چې له خدای سره شرک کوي، نه د افغانستان د مسلمانو ښځو او دردمنو میندو پر وړاندې. زموږ غوښتنه داده چې ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو او تبعیض ته دې ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي".

د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو دوام ورځ تر بلې اندېښنې راپورته کوي.
د نجونو د ښوونځيو تړل کېدو دوام ورځ تر بلې اندېښنې راپورته کوي.

خو د اعتراض یوه بله ګډنواله چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، له لس دقیقو اعتراض ورسته طالبانو د مريم لېسې د دروازې مخې ته هوايي ډزې وکړې او دوی یې خواره - واره کړه.

نوموړې وويل: "طالبان راغلل هوايي ډزې یې وکړې، نجونې خورې - ورې شوې، رستورانتونو او کوڅو ته یې منډه کړه. درې نجونې طالبانو ونیولې، ټیلیفونونه یې وکتل، پلټنې یې وکړې او بیا یې خوشې کړې".

طالبان راغلل هوايي ډزې یې وکړې، نجونې خورې - ورې شوې

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو سره په خبرو کې د اعتراض د مخنیوي او هوايي ډزو خبره رد کړه .

ښاغلي ټکور وويل: "دا په بشپړه توګه پروپاګند دی. موږ د نن ورځې د اعتراض کونکو څخه هیڅوک نه دي منع کړي."

تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي وو چې دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره چمتوالۍ لري، خو د دې لپاره دوی د مشرتابه امر ته په تمه دي.

د یادونې ده، چې د ښوونيز کال په پيل کې د وري په درېمه طالبانو ښوونځيو ته د نجونو د تګ پر مهال اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي به د ښځينه ښوونکو او زده کوونکو لپاره د لباس د طرحې جوړولو له امله تر راتلونکې حکم پورې تړلي وي.

د طالبانو د واکمنۍ له بیا ځلې واکمنېدو نهه میاشتې تېرېږي خو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي په دې ټوله موده کې تړلي دي.

XS
SM
MD
LG