د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د کونړ ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده کړو ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړیږي


ارشیف؛ افغان ماشومان
ارشیف؛ افغان ماشومان

په کونړ کې د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ماشومانو د ساتنې موسسه د کونړ په ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده کړې لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي.

د دوی په خبره له یادو ټولګیو سره به ۱۵۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمېنه برابره شي.

د کونړ پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادۍ راډیو ته وویل، د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې سره يې تېره ورځ یو هوکړه لېک لاسلیک کړی چې له مخې به يي یاده موسسه د کونړ په ۸ سړو ولسوالیو کې د ماشومانو لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي.

اخندزاده وایي: "دوی پنځه سوه کلیوالي ښوونځي جوړوي چې د هغې له ډلې سل د چټکو زده کړو ښوونځي دي، پرون د دې پرانیسته وشوه. دا په وټه پور، پېج دره، چپه دره، مروره، شیګل، اسمار، دانګام، غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ کې دي."

د هغه په خبره چې د ماشوم ساتنې موسسه اوس هم د کونړ په څوکۍ، نورګل، خاص کونړ، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو کې سل ټولګي لري چې په سلګونو زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

ښاغلی اخندزاده زیاتوي چې د ماشوم ساتنې موسسې ۱۵۰ حق الزحمه ښوونکو ته د معاشونو ورکړه هم پر غاړه اخېستې ده چې یادې مرستې د دوی درسي بهیر لا پیاوړی کولی شي.

اخندزاده زیاتوي: "۱۵۰ ښوونکي موږ ته په تدریسي حق الزحمه نیسي. دوی به ۱۵۰۰۰ شاګردانو ته د زده کړو زمېنه برابروي او هر ټولګي کې به د زده کوونکو شمېر له پنځه ویشتو څخه تر څلویښتو پورې وي."

د کونړ اوسیدونکي هم د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې له تازه همکاریو خوښ دي او له نورو نړیوالو خیریه او مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه کوي.

د دانګام ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي نثار احمد وايي: "د ماشومانو د زده کړې لپاره دغه پروګرام ډېر ګټور دی او پوره ملاتړ یې کوو، له نړیوالو او طالب چارواکو غواړو چې دغه ډول پروګرامونه برابر کړي چې ورسره به له یوې خوا ماشومانو ته د زده کړې زمېنه برابره شي او له بل لوري به په سلګونو ښوونکو ته کار هم پیدا شي. زموږ دا غوښتنه هم ده چې نجونو ته هم په یادو پروګرامونو کې د درس ویلو حالات برابر شي."

په کونړ کې په داسې حال کې د ماشوم ساتنې نړیواله موسسه یا سېف د چلډرن د پوهنې په برخه کې د ۵۰۰ کلیوالي ټولګیو د جوړولو،۱۵۰ ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې او د نورو همکاریو هوکړه کوي چې د کونړ په ګډون په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

خلک وايي، په کونړ او نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي جلا او په اسلامي حجاب کې به ښونځيو ته تللې نو طالبانو ته په کار دي چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل شوې دروازې پرانېزي.

طالبان بیا وايي، یادو ښځينه زده کوونکو ته به هم د شرایطو برابرولو وروسته د درس ویلو اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG