د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

​​​​​​​امریکا: طالبان په خپله د بندیزونو د دوام لامل شوي


د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

لوړپوړې امریکایي چارواکې رینا امیري وایي، دا په خپله طالبان دي چې په هغوی د بندیزنو د دوام لامل شوي.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ویلي، چې د طالبانو تګلارې او اعمال په خپله د دې لامل شوي چې په دوی باندې بندیزونه او سزاوې په خپل ځای پاتې وي.

رینا امیري دا خبرې له بي بي سي سره پرون په یوه مرکه کې کړې دي.

هغې وویل: "په طالبانو باندې چې کوم بندیزونه او پنالټیانې/سزاوې په خپل حال پاتې دي دا ټولې په خپله د طالبانو د تګلارو او اعمالو په خاطر دي. طالبانو لکه څنګه چې څو ورځې دمخه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر وویل ښځې له نظره پټې کړي. دا په نړۍ کې تر ټولو ظالم رژیم دی."

د امریکا دې ځانګړې استازې زیاته کړه، چې افغان ښځې له جنسیتي تبعیض سره مخې دي او د نړۍ په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې له ښځو سره هغسې چلند نه کېږي چې طالبان یې ورسره کوي.

په کابل کې د علماوو د وروستۍ غونډې انځور
په کابل کې د علماوو د وروستۍ غونډې انځور

امیري داسې وخت دا څرګندونې کړي، چې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو او قومي مخورو څلور نیم زره کسیزې لویې غونډې کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ باندې ټینګار وشو او تر څنګ یې له امریکا او نړیوالې ټولنې د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه وشوه.

د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا اوه میلیارده او اروپايي هېوادونو شاوخوا دوه میلیارده ډالره کنګل کړي، خو د امریکا ولسمشر جوبایډن د فبرورۍ په لومړیو کې ومنله چې درې نیم میلیارده به د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورپرېږدي او پاتې درې نیم میلیارده به د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د احتمالي غرامت د ورکړې په خاطر خوندي ساتي.

د امریکا د دې اقدام سربېره د طالبانو ځینې مشران لا هم سفري بندیزونه لري او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په څېر یې بیا د ترهګرو په تور لېست کې پاتې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني

په دې سربېره چې د تېر اګست راهیسې ګڼې ښځينه کارکوونکې په کور کېنول شوي دي په طالبانو باندې یو لوی انتقاد دا دی چې لا یې هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

څه باندې ۲۹۰ ورځې کېږي، چې طالبانو له خال خال سیمو پرته په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته لکونه نجونې له زده کړو منع کړي.

د طالبانو له خوا په کابل کې څو ورځې دمخه د دیني عالمانو او قومي مخوره څو زره کسیزه لویه غونډه کې هم د نجونو د ښوونځیو په تړاو هېڅ کره وړاندیز او پرېکړه ونه وشوه.

طالبان وايي، په داسې تګلارو کار کوي چې وکولای شي د نجونو د تعلیم زمینه د دوی په خبره له شریعت سره سم برابره کړي.

که څه هم طالبان رد کړې خو د دوی د واکمنۍ په لومړیو څو میاشتو کې لسګونه افغان ښځينه فعالانې او د بشري حقونو مدافعین، چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو لپاره لاریونو ته وتلې وې د طالبانو له خوا ونیول شوې او ځینو یې څو څو اوونۍ په بند کې تېرې کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG