د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

نړۍ کې ۲۰۰ ميليون ماشومان له ښوونځيو بې برخې دي؛ افغان ماشومان هم پکې شامل دي


يو شمېر افغان ماشومان
يو شمېر افغان ماشومان

افغانستان یو له هغو هېوادونو بلل شوی چې پکې په ميلیونونو د زده کړې پر شرایطو برابر نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو یوه مرستندویه اداره وایي چې د افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو هېوادونو کې په تېرو شپږو کلونو کې د هغو ماشومانو شمېر چې ښوونځي ته له تلو محروم شوي، نژدې درې برابره زیات شوی او ۲۲۲ ميلیونو ته رسیږي.

د ملګروملتونو، د تعلیم انتظار نه‌شي کولای، د بېړنو زده کړو ادارې، ECW په وروستي راپورکې چې پرون سې شنبې یې خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې له ښوونځي د محروم پاتې شویو ماشومانو شمېر ۷۵ ميلیونه و.

د دغې ادارې ریسې یاسمین شریف په جینوا کې خبریالانو ته وویل چې دا یوه ټکان ورکونکې شرمونکې شمېره ده او زیاته یې کړه چې د ۲۲۲ ميلیونه ماشومانو خوبونه مسلسلو زده کړو ته د نه لاسرسي له امله په اوبو لاهو شوي دي.

افغانستان کې لا هم له شپږم پورته د نجونو ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي
افغانستان کې لا هم له شپږم پورته د نجونو ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي

د دغه راپور له مخې ۷۸ ميلیون او دوه سوه زره ماشومان د دوامداره شخړو او بېړنیو حالاتو له امله له ښوونځیو بهر پاتي دي چې ۵۴ سلنه یې نجونې تشکیلوي.

د دغه څیړنیز راپور موندنې ښېي چې د هغو ماشومانو چې یومخ له ښوونځي بې برخې شوي، ۸۴ سلنه یې په هغو هېوادونو کې اوسي چې له اوږدمهاله جګړو سره مخامخ دی.

افغانستان یو له دغو هېوادونو بلل شوی چې د دې ادارې مشرې مېرمن شریف یې په ځانګړې توګه پر وضعیت اندیښنه وښوده.

هغه هېواد کې چې په تېر اګست کې بیا واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پکې نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو او ثانوي زده کړو منع کړای شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې تېره اونۍ د بشري حقونو د شورا غونډې ته وویل چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله یو ميلیون او یو لک نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچلې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچلې

پر ماشومو نجونو سربېره په افغانستان کې د جګړو او نورو ناخوالو له امله د ښوونځیو پر شرایطو پرابر په ملیونونو هلکان هم له زده کړو بې برخې شوي دي.

اکثره دغه ماشومان پر شاقه کارونو بوخت دي.

۱۲ کلن حبیب الله چې د کندز اوسېدونکی دی وایي، مجبور دی کارو کړي ځکه په کور کې بل نفقه ګټونکی نه‌لري.

د حبیب الله په څېر په افغانستان کې په سلګونو زره نور ماشومان له ورته وضعیت سره مخامخ دي خو نړیوالو تر ډېره د نجونو زده کړو ته له دې پلوه ډېر پام اړولی چې د طالبانو له خوا په ډله ییزه توګه له ثانوي زده کړو بې برخې کړای شوي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نجونو پر زده کړې د محدودیتونو په خاطر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت پر دوو لوړپوړو چارواکو د سفر محدودیت ولګاوه.

دا دوه چارواکي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د پوهنې د وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل دي چې د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې پرې دغه بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG