د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو لس مياشتې پوره شوې؛ نجونې: طالبانو مو هيلې مړاوې کړي


د نجونو د يو ښوونځي زده کوونکې
د نجونو د يو ښوونځي زده کوونکې

له هغې ورځې چې افغان نجونې د افغانستان په اکثرو سیمو کې له شپږم ټولګې پورته زده کړو بې برخې شوي، نن لس میاشتې پوره کېږي.

هغه نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي، وايي چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.

یوې داسې زده کوونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "په نهم ټولګي کې یم، ډېرې هیلې مې لرلې خو له بده مرغه دوی (طالبانو) زموږ ټولې هیلې مړاوې کړې."

یوه بله زده کوونکې، چې خپل نوم ملکه راښيي او د طالبانو د واک ته رسېدو په مهال د دوولسم ټولګي زده کوونکې وه، وايي، د ښوونځیو پرانیستلو ته انتظار ده.

دې له طالبانو وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي.

نوموړې وويل: "زموږ ښوونځي تړل شوي، د ځان او نورو زده کوونکیو د راتلونکې په اړه اندېښنه لرم، له طالبانو غواړم چې ژر تر ژره ښوونځي پرانیزي او پرېږدي چې موږ ښوونځیو ته لاړې شو."

هغه نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي، وايي چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.
هغه نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي، وايي چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه بیا واک ته ورسېدل او د نجونو ښوونځي یې بند کړل.

دوی ژمنه کړې وه چې د حمل په درېیمه به ښوونځي بېرته پرانیزي خو په نامعلومو دلایلو یې لا هم ښوونځي نه دي پرانیستي.

پر طالبانو په دې خاطر د بشري حقونو او د نړۍ د هېوادونو له لوري ګڼ انتقادونه شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو مرستیال کمېشنرې کیلي کلیمینتس د افغانستان د سفر په لړ کې وویل، په افغانستان کې ماشومان، چې اکثریت یې د نجونو دی، له زده کړو بې برخې شوي دي.

نړیوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو لپاره لېسې او متوسطې پرانیزي.

طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د واک په لومړۍ دوره کې هم ښځې له تعلیم او نورو حقونو بې برخې کړې وې.

XS
SM
MD
LG