د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

ملالې یوسفزۍد افغان نجونو زده کړو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړه


د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د برخلیک په خاطر خورا زیاته اندېښمنه ده.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې ښايي له شپږم د لوړو ټولګیو زده کوونکې نجونې هېڅکله ښوونځیو ته د تلو فرصت ترلاسه نه کړي.

ملالې پرون په سویډن کې د چاپیریال ساتنې په هدف د کمپاین په یوه غونډه کې رویټرز خبري آژانس ته وویل، د طالبانو مشران د نجونو د تعلیم د مخنیوي لپاره هره ورځ یوه نوې پلمه وړاندې کوي.

هغه زیاتوي: "اندېښمنه یم چې دا کار ولې ځنډنی شو. ښوونځیو ته د هلکانو د ستنېدو په اړه د طالبانو د اعلان اته- نهه میاشتې تېرې شوې خو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نجونو د تعلیم په اړه لاهم پرېکړه نه ده شوې. طالبان هره ورځ خپل نظر بدلوي. یوه نېټه اعلان کړي بیا هغه بدله کړي. کله د یونیفورم کله نورې پلمې لټوي. خو د نړۍ مشران باید د افغان نجونو د تعلیم د حق په برخه کې جدي دریځ ونیسي. موږ نه شو کولای په داسې یوه نړۍ کې ژوند وکړو چې هلته د یوه هېواد نجونې له زده کړو بې برخې وي."

د طالبانو حکومت له نژدې لسو میاشتو راهیسې له شپږم د پورته ټولګیو د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی.
د طالبانو حکومت له نژدې لسو میاشتو راهیسې له شپږم د پورته ټولګیو د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی.

ملاله یوسفزۍ چې له کلونو راهیسې یې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کړې ده، لس کاله مخکې په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو په برید کې سخته ټپي شوه.

نوموړې په داسې حال کې د افغان نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کوي، چې د طالبانو حکومت له نژدې لسو میاشتو راهیسې له شپږم د پورته ټولګیو د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ارقامو له مخې په افغانستان کې له تعلیم د محرومو شاوخوا ۳،۷ میلیون ماشومانو له ډلې په سلو کې ۶۹ نجونې دي.

د طالبانو حکومت ویلي دي، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د بحث لپاره یوه کمیټه ټاکل شوې ده خو تراوسه هېڅ معلومه نه ده چې د دې کمیټې کار چېرته رسېدلی او د نجونو ښوونځي به څه وخت پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG