د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

ځینې زده کوونکې: د کانکور ازموینې بې برخلیکه حالت په اړه اندېښمنې یوو


د کانکور ازموینه کې د ګډون په موخه د خوست او پکتیا نجونو لیکې جوړې کړې -8.7.2020
د کانکور ازموینه کې د ګډون په موخه د خوست او پکتیا نجونو لیکې جوړې کړې -8.7.2020

یو شمېر هغه نجونې چې له تېره یوه کال راهیسې یې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې لپاره يې چمتووالی نیولی د دې ازموینې د اخستو د بې‌برخلیکه حالت په اړه اندېښنه ښيي.

عاطفه قرباني ۱۳۹۹ کال کې دوولسم ټولګی بشپړ کړ او تېر یوه کال کې یې په کانکور کې د بریا لپاره درس ویلی.

که څه هم تېرو څه د پاسه نهه میاشتو کې د نجونو پر زده‌کړو روان وضعیت بد اغېز کړی، خو هغې بیا هم د کانکور لپاره د چمتووالي په ټولګیو کې ګډون کړی او اوس د دې ازموینې د اخستو په تمه ده.

خو عاطفه له دې وېرېږي، هغه ډول چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو ته له تلو را وګرځول شوې، هسې نه‌، دا ځل کانکور ته هم پرې نه ښودل شي.

هغه زیاتوي: "متاسفانه، هره ورځ یو ډول خبر راکوي. وروستیو کې ویل شوي و چې د زمري په میاشت کې اعلان کوو او د زمري په ۱۵مه وایوو چې ازموینه کله اخلوو. دا خپله یوه لویه ستونزه ده. دومره ډېر ځنډ او بیا هم معلومه نه‌ده چې د زمري په میاشت کې اخستل کېږي او که نه."

خو د هرات اوسېدونکې مژګان بیا د عاطفې په پرتله ډېره هیله‌منده نه‌ده، چې کانکور ازموینه به واخستل شي او که نه‌ او له همدې امله یې په دې برخلیک ټاکوونکې ازموینه کې د ګډون لپاره چمتووالی پرېښی دی.

هغه وايي، د خپل روښانه راتلونکې لپاره یې د هیلو څراغ ورځ تر بلې کمزوری کېږي.

مژګان زیاته کړه: "هغه کتابونه چې مې وړاندې مطالعه کړي وو، لږ لږ مې ویل، خو وروستیو کې بیخي نه‌لولم، ځکه ټولګېوالې مې هم درس نه لولي او وايي، که د کانکور ازموینه اخستل کېدای، اوس به وختي بایومټریک شوی وی."

وړاندې به هر کال په غبرګولي میاشت کې د کانکور لپاره نوم‌لیکنه پیل او په څو ولایتونو کې به دا ازموینه اخستل کېده، خو داسې مهال چې د کانکور په اخستو کې ځنډ د ښځینه زده‌کوونکو په روحیه منفي اغېز کړی، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، ژر به دا ازموینه واخستل شي.

د دې وزارت ویاند احمد تقي ازادي راډیو ته وویل، د زده‌کوونکو لپاره په کانکور کې د نوم‌لیکنې فورمې وېشل شوي دي.

هغه وايي: "که څوک په ولایتونو کې د فورمو له اخستو پاتې شوي وي، عملاً دا ازموینې ملي اداره دا فورمې وېشي او هغوی کولای شي چې وا یې خلي. د کانکور د اخستو نېټه به هم د لوړو زده‌کړو وزارت سره په همغږۍ ژر د ازموینې ملي ادارې له‌خوا اعلان شي."

دا په داسې حال کې ده، هغه نجونې چې په ۱۴۰۰ کال کې دوولسمو ټولګیو ته بریالۍ شوې، طالبانو یې ښوونځیو ته د تلو مخه نیولې او د زده‌کړې وروستی کال یې بې‌برخلیکه او تر خوا یې په کانکور کې له ګډون پاتې شوې.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندول د خپلې رهبرۍ امر بللی، خو د پوهنې وزارت یې هر ځل وايي، دوی له شپږم ټولګي د نجونو د ښوونځیو د پیل لپاره چمتو او د خپل مشر امر ته په تمه دي، هغه امر چې له تېرو څه د پاسه ۹ میاشتو راهیسې یې هیڅ برخلیک معلوم نه‌دی.

XS
SM
MD
LG