د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلانو د نوم‌لیکنې پيل؛ زده‌کړې به چېرته کېږي؟


د افغانستان امریکايي پوهنتون
د افغانستان امریکايي پوهنتون

د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲۰۲۲ تحصلیي کال لپاره د محصلانو نوم‌لیکنه پیل کړې ده.

دغه پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نویو جذب شویو محصلینو ته به د عراق د کردستان په سلیمانیه، په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا په امریکايي پوهنتون او دغه‌شان د امریکا په بارد کالج کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې له افغانستانه هم د انلاین زده‌کړو مینه‌وال مني.

په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي چې راتلونکی کال به د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان امریکايي پوهنتون څانګه پرانیستل شي.

له دې نه وړاندې په امریکا کې د قطر سفیر مشعل بن حمد ال‌ثاني ویلي و چې د یوې هوکړې له مخې به د افغانستان امریکايي پوهنتون دوحې ته انتقال شي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان د امریکايي پوهنتون له دغه پرېکړې خوښ دي، خو وايي که د حضوري زده‌کړو زمینه ورته برابره شي ښايي ګټه‌يې ډېره وي.

د کابل اوسېدونکې ۲۰ کلنې لیدا هیله درلوده چې د ۱۲م ټولګي له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې لوړې زده‌کړې وکړي.

قرغزستان کې د امریکايي پوهنتون څانګه
قرغزستان کې د امریکايي پوهنتون څانګه

خو وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم‌يې دا هیلې مړاوې شوې.

د لیدا په خبره، اوس خوشحاله ده چې د دغه پوهنتون د زده‌کړو لپاره نوم‌لیکنه کوي.

خو غوښتنه کوي چې په دغه پوهنتون کې دې ورته د حضوري زده‌کړو زمینه برابره شي.

لیدا زیاتوي: "زه ډېره خوشحاله یم چې امریکايي پوهنتون د زده‌کړو لپاره نوم‌لیکنه کړې پیل کړې ده، ځکه ما هیله درلوده چې په دغه پوهنتون کې زده‌کړې وکړم، خو که د زده‌کړو دا بهیر حضوري شي، نو ډېره به ښه شي ځکه اوس‌مهال په افغانستان کې د ډېرو نورو ستونزو ترڅنګ د انټرنټ ستونزه هم جدي ده."

د کابل یوه بله اوسېدونکي چې نه‌غواړي نوم‌يې په راپور کې خپور شي وايي، په اوسنیو حالاتو کې د امریکايي پوهنتون د نوم‌لیکنې اعلان د لوړو زده‌کړو په برخه کې یو مهم او مثبت ګام دی.

دا وايي: "په داسې حال کې چې زیات شمېر ځوانان د زده‌کړو په برخه کې له سختې نهیلۍ سره مخ دي، په یو معتبر پوهنتون کې د زده‌کړو او د اسنادو د ترلاسه کولو دا اقدام د ځوانانو د هڅونې لپاره خورا مهم دی، زه ډاډمنه یم چې د امریکايي پوهنتون دا اقدام به د ځوانانو له هرکلی سره مخ شي."

ارشیف، دافغانستان امریکايي پوهنتون دروازه
ارشیف، دافغانستان امریکايي پوهنتون دروازه

د افغانستان امریکايي پوهنتون په کال ۲۰۰۶ کې په افغانستان کې جوړ شو چې سلګونه افغان محصلینو په‌کې د ماسترۍ او لېسانس په کچه زده‌کړې کولې، خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره د دغه پوهنتون دروازې وتړل شوې او زده‌کړې یې انلاین شوې.

هغه مهال د افغانستان امریکايي پوهنتون مسؤلینو رسنیو ته ویلي و، هڅه کوي چې د دغه پوهنتون نږدې څلور زره محصلین او کارکوونکي په خوندي ډول له افغانستانه وباسي.

دوی وېره څرګنده کړې وه چې ښايي طالبان د دغه پوهنتون له محصلینو او کارکوونکو سره بد چلند وکړي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د د دغه پوهنتون پاتې محصلین، استادان او اداري کارکوونکي اوس هم له خطر او ننګونو سره مخ دي او هڅې روانې دي چې یو خوندي ځای ته انتقال شي، خو لا معلومه نه‌ده چې اوس‌مهال د دغه پوهنتون څومره محصلین له افغانستانه ویستل شوي دي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې طالبانو په کابل کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون وسله‌واله حمله کړې وه چې له امله‌يې لږترلږه ۱۷ تنه وژل شوي وو.

دغه‌شان طالبانو په ۲۰۱۷کال کې د دغه پوهنتون دوه امریکايي استادان اختطاف کړل چې وروسته‌يې د دغه ډلې د یو شمېر زنداني غړو په بدل کې بېرته ازاد کړل.

د امریکايي پوهنتون برمته شوي ښوونکي چې بیا خوشې شول
د امریکايي پوهنتون برمته شوي ښوونکي چې بیا خوشې شول

هڅه مو وکړه چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د نوي اعلان په اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت نظر هم واخلو، خو ویاند يې په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په داسې حال کې د نویو محصلینو د جذب لپاره د نوم‌لیکنې د پیل خبر ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د منځنۍ دورې په زده‌کړو بندیز لګولی دی.

دغه‌شان د ۱۴۰۱ کال د کانکور برخلیک هم نامعلوم دی.

هغه ښځينه زده‌کوونکو چې له يو کال راهيسې د سږني کانکور ازموينې ته چمتووالی نیولی، اوس وايي څرګنده نه‌ده چې د کانکور ازموينه به ترسره شي که نه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG