د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

سرچینه: د حقاني شبکې د ۳ غړو د نه تبادلې لامل د کابل او لوګر بریدونه دي


په افغان حکومت کې یوه با خبره سرچینه وايي، د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو او طالب لوړ پوړو زندانیانو د تبادلې د ناکمېدو لامل په کابل او لوګر کې انتحاري حملې وې.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې د تبادلې په برخه کې د افغان حکومت یو شرط دا و چې تاوتریخوالی راکم شي.

تېره ورځ ناوخته د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل یوه ټوېټ کې ولیکل چې انس حقاني او دوه نور ملګري یې چې ټاکل شوې وه خوشې شي، لا هم د افغان دولت په بند کې دي.

ښاغلي صدیقي دغه شان په خپل ټوېټ کې لیکلي چې د طالبانو له خوا د شرطونو نه پر ځای کېدل د دې لامل شوي چې د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې کېدو بهیر وځنډېږي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

خو په خبره یې، افغان دولت د تبادلې په بهیر بیا کتنه کوي او هېوادنیو ګټو ته په پام سره به اقدام وکړي.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته په پیغام کې اعلان وکړ چې حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان- امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د ازادۍ په بدل کې، له بګرام زندانه د انس حقاني په ګډون د حقاني شبکې دوه نور غړي مالي خان او عبدالرشید ازاد کړي.

د افغانستان حکومت همدا ډول د درې لوړ پوړ طالب چارواکو ازادي له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ښه نیت زمینه یاده کړه او ویې ویل چې په دې سره باید تاوتریخوالی راکم شي.

خو تر دغه اعلان وروسته په همدغه ورځ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان چاودنه وشوه.

د دغې حملې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د اعلان پر سبا د چهارشنبې په ورځ بیا د کابل پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په قصبې سیمه کې د ګاردا ورلډ په نوم د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر موټرو موټربم برید وشو چې ۱۲ کسان په کې ووژل شول او د یادې امنیتي کمپنۍ د څلورو تنو ساتونکو په ګډون شل کسان په کې ټپیان شول.

د دغو دواړو حملو مسؤلیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دا حملې دوی پورې اړه نه لري.

خو له قطر څخه د راستون شوي افغان پلاوي یو غړی وايي، امریکايي استادانو سره د درې لوړ پوړو طالب زندانیانو د تبادلې پروسه ځکه ناکامه شوې چې امریکايانو له طالبانو غوښتي چې افغان حکومت سره خبرو او اوربند ته هم غاړه کېږدي، خو طالب چارواکو دا نه ده منلې.

د سیاسي چارو شنونکی نظر محمد مطمئين چې د دغه پلاوي په ترکیب کې شامل و او تازه له قطر څخه راستون شوی، د یکشنبې په ورځ یې په دې اړه یوې خبري غونډې ته وویل: "چې کله دا خلک الوتکې ته راوستل کېږي، یو داسې شرط چې په هغې باندې درې څلور ورځې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې شوې وې، د امریکایانو له خوا وړاندې کېږي چې طالبان یې نه مني."

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني بیا د جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د تبادلې د دغه بهیر د ناکامېدو په اړه ویلي، شاید هغه دوه امریکایي استادان چې طالبانو یرغمل کړي وو، نور ژوندي نه وي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د ولسي جرګې د رئیس دا څرګندونې رد کړي دي.

مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، طالبان تبادلې ته چمتو دي او هر کله چې د دوی درې غړي مشخص ځای ته ورسېږي، دوی به د امریکايي پوهنتون استادان هم ازاد کړي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د اجرائیوی هیئت سلاکار عبدالحکیم مجاهد ازادي راډيو ته وايي چې په دې برخه کې تخنیکي ستونزې دي.

دی وایي: "طالبان څنګه وکولی شي چې خپل بندیان په سمه توګه انتقال کړي او هغه هم کوم ځای ته انتقال کړي؟ له بلې خوا امریکان هم په دې تر اوسه نه دي توانېدلی چې خپل بندیان کوم ځای ته انتقال کړي، فکر کوم دا هغه څه دي چې توافق پرې نه دی شوی."

د یادونې ده چې له طالبانو سره په قطر کې یوې هوکړې ته نېږدې شوې د امریکايي چارواکو نهه پړاوه خبرې هم وروسته له هغې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له خوا لغوه شوې چې د کابل په شش درک سیمه کې په یوې موټربم چاودنه کې د یو امریکايي سرتېري په ګډون دولس کسان ووژل شول او مسؤلیت یې طالبانو ومانه.

XS
SM
MD
LG