د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

آیا د حقاني شبکې د غړو او امریکايي پوهنتون استادانو د تبادلې هڅه ناکامه شوه؟


د طالبانو له لوري برمته شوي د امریکايي پوهنتون استادان
د طالبانو له لوري برمته شوي د امریکايي پوهنتون استادان

آیا د حقاني شبکې د دریو غړو او په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو د تبادلې هڅه ناکامه شوه؟

د افغانستان ولسمشر د تېرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کور او د نړیوالې ټولنې له استازو سره تر مشورې وروسته یې پرېکړه وکړه چې د حقاني شبکې د بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني او دوه نور وګړي حافظ رشید عمري او حاجي ملي خان په مشروط ډول خوشي کړي.

هغوی د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو استادانو تیموتي ویکس او کیون کنګ سره تبادله کېدل.

استرالیايی تیموتي ویکس او امریکايي کیون کېنګ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې وسله والوطالبانوله کابله وتښتول.

ولسمشر غني وویل چې د حقاني شبکې د دریو مهمو کسانو د تبادلې پرېکړه ورته سخته وه خو هیله يې څرګنده کړه چې دا کار به د افغانستان د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو له پېل سره هم مرسته وکړي.

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي پرون، د نوامبر په ۱۵مه، اسوشیټېډپرس خبري اژانس ته وویل چې انس حقاني او ملګري یې لا هم د بګرام په توقیف ځای کې دي.

د حقاني شبکې غړی انس حقاني
د حقاني شبکې غړی انس حقاني

هغه اسوشیټېډپرس ته په دې اړه چې تبادله ولې نه ده شوې معلومات نه دي ورکړي.

دغه راز ذبیح الله مجاهد فرانس پرس ته ویلي چې د امریکايی پوهنتون دواړه استادان لا هم ورسره دي.

د اسوشیټېډپرس په حواله، د زند انیانو تبادله او آزادي د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو د خبرو اساسي ټکي وو.

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د چهارشنبې په سهار ازادي راډیوته وویل چې انس حقاني او ملګري یې نه دي ور رسېدلي.

خو تر هغه وروسته یې پر دې مسئله خبرې نه دي کړې.

د افغانستان حکومت هم غلی دی.

دافغانستان د ولسمشر مېرمنې، رولا غني د پنج شنبې په ورځ د واشنګټن د سولې په انستېتیوت کې ویلي چې سره له دې ولسمشر د خپلو پرېکړو ټول جزئیات نه ورسره شریکوي، داسې ورته برېښې چې د تبادلې پلان ناکام شوی دی.

د ولسمشر غني مېرمن اغلې رولا غني
د ولسمشر غني مېرمن اغلې رولا غني

رولا غني وویل، فکر کوي چې د معاملې یوې خوا د خپلو ژمنو له سرته رسولو مخ اړولی او له امله یې معامله ناکامه شوې ده.

رولا غني: "دې (معاملې) کار نه دی کړی، زه دقیقه نه یم خبره چې ولې، خو غالباً، د معاملې یوې خوا خپلې ژمنې نه دي عملي کړی او متاسفانه، دواړه استادان به نه خوشې کېږي."

رويټرز خبري اژانس د افغانستان دحکومت د یوه چارواکي په حواله لیکلي چې تبادله ځنډول شوې خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

رويټرز همدا راز د طالبانو د یوې سرچینې په حواله ویلي چې درې بندیان چې باید په الوتکه کې قطر ته لېږل شوي وای بېرته د بګرام توقیف ځای ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG