د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۲۴

سرچینې: طالب قومندانان تراوسه د امریکايي پوهنتون له استادانو سره نه دي تبادله شوي


د افغانستان د امریکايي پوهنتون برمته شوي استادان
د افغانستان د امریکايي پوهنتون برمته شوي استادان

روېټرز خبري اژانس د دوو سرچینو په قول وايي چې انس حقاني او دوه نور طالب قوماندانان تراوسه د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو بهرنیو استادانو سره تبادله شوي نه‌دي.

دې خبري اژانس ته نن (پنجشنبه) یوه ډیپلومات او یوه افغان چارواکي ویلي چې له ټاکل شوي پلان سره سم طالب بندیان د افغانستان د امریکايي پوهنتون له دوو برمته شویو استادانو سره چې یو استرالیايي او بل امریکايي دی، تبادله شوي نه‌دي.

ډیپلومات چې د نوم د نه‌افشا کېدو په شرط خبرې کولې، په دې اړه چې تبادله ولې له مخکېني پلان سره سمه نه‌ده شوې، د جزئیاتو له څرګندولو ډډه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند وویل، هیله لري چې طالبان به ژر تر ژره برمته استادان خوشې کړي.

وسله‌والو طالبانو دا دوه استادان چې یو کیوېن کېنګ (امریکايي) او بل تیموتي وېکس (استرالیايي) نومېږي، په ۲۰۱۶ م کال په کابل کې د امریکايي پوهنتون له مخې تښتولي وو.

پرون د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د امریکايي پوهنتون دوه استادان به هغه مهال ازاد شي چې د دوی درې زندانیان یوه ځانګړي خوندي ځای ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند دا هم وویل چې د دغو زندانیانو خوشې کېدو سره به ممکن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا ځلې پیل شي.

نوموړي دغه شان وویل چې د حکومت له لوري د دغو زندانیانو خوشې کېدل به د سولې په مذاکراتو مثبتې اغېزې ولري.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي، د دغو درېیو زندانیانو خوشې کېدل د سولې مخامخ خبرو اترو لپاره زمینه برابروي.

ښاغلي صدیقي وویل: "دا د زمینې برابرولو لپاره ښه فرصت دی، ترڅو د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ خبر اترې وشي او تاوتریخوالی ودرول شي."

پرون د ولسي جرګې یو شمېر غړو د انس حقاني او د هغه د دوو ملګرو د خلاصون هرکلی وکړ، خو یو شمېر نورو یې مخالفت وکړ.

XS
SM
MD
LG